لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لږکیو په ورځ په پنجاب کې يو بل احمدي تن وژل شوی دی


پاکستان کې د مذهبي احمدي لږکۍ تور لګولی د پنجاب ربوه سيمه کې يو احمدي د مذهبي تندروه ډلې تحريک لبيک مشر خادم رضوي په حق کې شعارونه لګولو نه انکار په سر وژلى شوى دی، خو تحریک لبېک د دغه پېښې نه ځان لا تعلقه ګرځولی.

دغه احمدي تن په داسې وخت وژل شوی چې نن د اګست پر ۱۲مه په پاکستان کې د مذهبي لږکیو ورځ لمانځل شوې او په اسلام اباد کې یې په لوی لاریون کې غوښتنه کړې چې د دوی په ضد د مذهبي د سپکاوي د قانون د ناسم استعمال مخه دې ونیول شي.

د بشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي د کونسل غړى نسرين اظهر وايي ځکه دوي د تحريک لبيک او لاقانونه ټي ټي پي سره د نرمۍ يا د خبرو اترو مخالفه دي جې دې سره به پاکستان کې هذهبي تندروي لاره نوره زياتيږي.

د احمدي لږکۍ خبر پانړى ترمخه دا پيښه نن د جمعې په ورځ د پنجاب په ربوه سيمه کې هغه وخت شوې چې کله چې دغلته په بازار کې موجود 62 کلن نصير احمد نومې احمدي تن د تحريک لبيک په حق کې شعارونه پورته کولو نه انکار وکړو چې له امله يې قاتل په نصيراحمد د چړى ګوزارونه وکړل او هغه په موقع مړ شو.

د احمدي جماعت وياند عامر محمود په وپنا قاتل د مذهبي تندروه ډلې تحريک لبيک د فکر نه متاثره او حافظ قران دى او په موقع ګرفتاره کړى شوى دی.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې عامر محمود وويل د يو منظمه منصوبې لاندې تندروه ډله د احمديانو ضد ذهن سازي کوي چې له امله يې وخت په وخت داسې ناوړه پېښې کيږي.

عامر محمود وويل که د دې پېښو مخنیوی ونه شواو په دې پېښو کې د ککړو پرضد کارروايي ونه شوه نو په راتلونکې کې به دا سخت دريځي څوک هم ونه بخښي.

خبردارى ورکوي که چرى دى پيښو مخنيوى او د ذمه وارو په ضد په وخت کارواېې وو نه شوى نو راتلونکې کي به دا سخت دريځ عناصر څوک هم نه

وړاندى نه هم پنجاب صوبه کي واکمن مسلم ليګ ق مرستيال مشر ملک الياس اعوان لخوا د يادې صوبې په خوشاب سيمه کې ميشتو احمديانو د شړلو لپاره ځايي ډپټي کمشنر ته خواست کړى دى.

تيره ورځ لاهور ځانګړي عدالت د ترهګرۍ په تور ګرفتاره د تحريک لبيک نهه غړي د شواهدو د نيشتوالى له امله خوشي کړي دي.

که څه هم تير کال د هغې وخت د تحريک انصاف ګوند حکومت په تحریک لبيک د خونړو احتجاجونو په سر بندېز لګولی خو حکومت بيا زر خپله دغه پرېکړه بيرته اخستې وه.

پاکستان کې يو تاثر دا هم دى چې ګنې د پاکستان طاقتوره رياستي ادارى غواړي تحريک لبېک قامي بهير کې شامل کړي.

د پنجاب په چناب نګر کې د احمدي تن د وژنې پېښې ته غبرګون کې د بشري حقونو تنظيم ايچ ار سې سي پې د کونسل غړې نسرين اظهر دا پېښه وغندله.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغې وويل تحريک لبيک غونتى ډلو سره د نرمي له امله تندروي له نوره هم خوريږي او په دى اساس د لاقانونه ټي ټي پي غونتى ترهګر ډلى هم ډاډ مومي ځکه دوي د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مذاکرات مخالفت کوې

وي او اې ډيوه د ربوه د پېښې په اړه د د پنجاب چناب نګر پوليس سټيشن ايس ايچ او ملک طاهر منج سره د رابطې هڅه کړې خو تماس ورسره نه دی شوی.

بل اړخ ته د تحريک لبيک وياند راجه دانش بختيار ربوه کې د احمدي تن د وژنې د پېښى نه لاتعلقي ښودلې ده.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه د ډير وخت راهسې تور لګوي د پاکستان حکومت لږکيو حقونه خوندي ساتلو کې ناکامه دى خو پاکستان دا تورونه ردوي.

تيره ورځ په 11 اګست د لږکيو سره يو والي ورځې نمانځلو په موقع مرکز کې د پي ډي ايم حکومت د اقليتونو حقونو تحفظ باوري کولو ويلي، او حکومتي اتحاد کې شامل دويم لوى پيپلز ګوند مشر بلاول بټهو د لږکيو د شخړو دهواري لپاره ټولو سياسي ګوندونو غړو ته د ګډې پارليماني کمېټۍ د جوړولو وړانديز هم کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG