لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:دپولیسو په تاڼه د وسله والو برید کې یو عسکر وژل شوی،دوه تنه ژوبل


د افغانستان سره په پوله جنوبي وزيرستان د برمل تحصيل په اعظم ورسک سيمه کې نامعلومو وسله والو د پوليسو په تاڼه بريد کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او دوه نور ځایي کسان ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان په برمل تحصيل کښې د اعظم ورسک پوليس سټېشن چارواکي وایي د شپې ناوخته نا مالومه کسانو په تاڼه برید کړی او د ډزو په پیښه کې د پولیس سپاهي نسيم عالم وزير وژل شوی او دوه نور ځایي کسان ژوبل شوي.

د پولیس په وینا برید ته په تاڼه کې موجودو پولیسو عسکرو سمدستي ځواب ویلی او په شا یې تمبولی خو د عسکرو په ځوابي ډزو کې ترهګرو ته د اوښتي تاوان په اړه معلومات مخې ته نه دي راغلي.

پولیس وایي له برید وروسته یې سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

اعظم ورسک د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه نیزدې 20 کلومیټره لرې لودیزه سیمه ده او تیره اوونۍ هم په دې تاڼه توغندي داغل شوي وو خو څه زیان یې نه ؤ اړولی.

تر دې مهاله ددې پیښې ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې.

خو د وژل شوي عسکر جنازې پرمهال د جنوبي وزیرستان د انتظامیه مشر ډپټي کمشنر امجد معراج ویلي دي پولیسو د پیښې پلټنې پیل کړې دي.

هغه ویلي ځنې عناصر ضلعه کې د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي خو دا اجازه به چاته ور نه کړي.

له دغه پیښې دوه ورځې وړاندې د صوبې مرکزي ښار پیښور کې د ډیوټۍ پرمهال د پولیسو افسر ای ایس ایي د نامالومه کسانو په برید کې وژل شوی ؤ.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د شمیرو له مخې د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د هدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران او عسکر وژل شوي دي.

د پولیسو نه ترلاسه شوو شمېرو ترمخه د تيرې میاشتې پورې په وژل شوو پوليس افسرانو کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران او 43 سپاهیان شامل دي.

د پولیس ریکارډ ښایي چې دې کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران اؤ سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي اؤ بیا ورپسې پېښور کې دیو انسپکټر اؤ ایس ایچ او په ګډون 6افسران او سپاهیان وژل شوي دي.

د شمیرو له مخې د هدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه،نوښار او لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه ،هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو،ټانک کې څلور،خېبر کې درې،صوابۍ کې دوه،باجوړ کې یو،چارسده کې دوه اؤ په هریپور اؤ مردان کې هم یو،یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG