لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل کابل کې د ښځو پر احتجاج د طالبانو په ډزو اندېښنه څرګنده کړې


واشنګټن ـــــ افغانو ښځو پرون د طالبانو د حکومت د یو کال په پوره کېدو سره په کابل کې د کار، ډوډۍ او ازادۍ په نامه احتجاج کړی،‌ خو طالبانو په ډزو او وهلو ډبولو د هغوی د مظاهرې مخه نیولې ده. ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو دا کار غندلی دی.

په لسګونو افغانې فعالې پرون یو ځل بیا د کابل ښار سړکونو ته را وتلې وې او په سوله ییز ډول یې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کاوه، دوی په لاسونو کې شعارپاڼې او بېنرونه را اخیستي او په زوره زوره یې نعرې وهلې.

پر هغه لوی بېنر چې دغو لاریون کوونکو ښځو په مخ کې را اخیستی وو، لیکل شوي وو چې «د اګست 15مه د افغانستان د ښځو د یووالي ورځ ده او په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ توره کلیزه ده»، دوی پر خپلو شعارپاڼو د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» غوښتنه هم لیکلې وه.

دغو ښځو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د پرانیستنې غوښتنه کوله او کله چې د طالبانو د تعلیم د وزارت پر خوا د احتجاج په توګه روانې وې، وایي د طالبانو پولیسو یې مخه ونیوله او نه یواځې یې د دوی د سره وېشلو لپاره هوایي ډزې وکړې بلکې خبریالانو ته یې هم د دوی د احتجاج د کورېج اجازه ور نه کړه.

فرانس پریس خبري ایجنسۍ دغه وېډیو خپره کړې ده او پکې لیدل کېږي چې په پوځي یونیفارم او ساده جامو کې اووه اته کسان پرله پسې ډزې کوي او د احتجاج کوونکو ښځو خواته ور روان دي او هغوی له سړکه په تېښته پر پیاده لاره ځانونه پټوي.

دغو احتجاج کوونکو ښځو وي او اې ته وویل، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په پوره کېدو سره د احتجاج په توګه را وتلې دي او د ژوند په ټولو چارو خصوصاً په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو او نجونو هر اړخیز ګډون غواړي.

پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې دغه احتجاج کوونکې ښځې د ډزو له ډاره یو ځای ته ننوتې دي او پر څېرو یې ویره خپره ده، یوه ښځه پکې وایي:

"موږ نن احتجاج کاوه خو طالبانو پر موږ ډزې وکړې او سره ویې پاشلو، اوس موږ په یوه دوا خانه کې یو، موږ ټولې یې دلته بندې کړې یو".

عیني شاهدان وایي، دغه ښځینه احتجاج کوونکې چې په نیژدې دوکانونو کې یې پناه اخیستې وه، د طالبانو امنیتي کسان پسې ورغلي او هملته یې د خپلو ټوپکو په کونداغونو وهلې ټکولې دي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچرډ بینیټ پر ښځو د طالبانو د ډزو رپوټونه «اندېښمنوونکي»‌ بللي او وایي طالبانو د «زړورو افغانو ښځو» د سوله ییز احتجاج په وړاندې له زورزیاتي کار اخیستی دی. ښاغلي بینیټ پر ټویټر لیکلي:

"ځورول، ډارول او مخامخ ډزې کول د دوی د اظهار، یووالي او را غونډېدو ازادي تر پښو لاندې کوي، خبریالان هم دغه ډول د بشري حقونو د نړیوال قانون په بنیاد د تحفظ حق لري".

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل پر دې پېښه سخته اندېښنه څرګنده کړې چې وایي افغانو ښځو سوله ییز لاریون کاوه، خو طالبانو یې د سره وېشلو لپاره له «زیات زوره» کار اخیستی.

ایمنیسټي انټرنېشنل په څو پرله پسې ټویټونو کې له طالبانو غوښتي چې د سوله ییزو احتجاج کوونکو خلاف له زوره کار اخیستل ودروي او هغه چې پر دوی یې ډزې کړې دي باید حساب ورسره وشي:

"واکمن چارواکي دې ضرور د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو پابندي وکړي او د سوله ییزې غونډې، ټولنې او د بیان د ازادۍ حقونو ته دې درناوی ولري".

د طالبانو د پولیسو او حکومت ویاند تر اوسه پر ښځو د دوی د وسلوالو پولیسو د ډزو په تړاو پر ټولنیزو رسنیو څه نه دي ویلي، خو د بي بي سي خبریال ته د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ منلې، چې تر احتجاج وروسته ځینې احتجاج کوونکې نیول شوې او بیا بیرته خوشې کړل شوې دي.

د طالبانو وزیراعظم یا رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند د شنبې- خالي په ورځ‌ یوې غونډې ته له طالب چارواکو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي:

"که دفاع وزارت وي که داخله وي،‌ که د حوزو والا دي که د ماموریتو والا دي او که نورې ادارې دي باید ډېر په انسانیت او اخلاقو له خلکو برخورد وکړي".

طالبانو د تېر کال د اګست پر 15مه د افغانستان واک د وسلو په زور له مخکیني افغان حکومته په داسې حال کې واخیست چې د امریکې او نېټو ځواکونه له طالبانو سره تر شل کلنې جګړې وروسته له دې هېواده ووتل.

د یو کال تر پوره کېدو وروسته هم د طالبانو حکومت لا د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، نړیوالو له طالبانو غوښتي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او سیاست اجازه ورکړي او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه خلاس کړي.

خو طالبان خپل حکومت ټولشموله ګڼي او له افغان کلتور او له خپلې تشریح سره سم د اسلامي شريعت په بنیاد د خپلو تګلارو دفاع کوي او وایي له نړۍ سره مثبتو اړیکو جوړولو او کار کولو ته تیار دي او حکومت دې یې په رسمیت وپېژندل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG