لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: چارواکي وایي بمي چاودنه کې "درې ترهګر" وژل شوي


چارواکي وایي قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د بم جوړولو پرمهال په یوه بمي چاودنه کې درې ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دعلاقې پولیس او انتظامیې چارواکي دا پیښه تاییدوي او وایي دا پیښه پرون د خالي- شنبې په ورځ د میرعلي تحصیل په حیدر خېل سیمه کې شوې ده.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي وژل شوي او ژوبل کسان ترهګر دي او د بم په جوړولو اخته وو چې خپل بم پرې چاودیدلی دی.

د دوی وینا ده وژل شوؤ کسانو کې د دوو پیژندګلو دحسین او دلیل په نومونو شوې چې تړاو یې د حنفي ترهګرې ډلې سره دی او ژوبل کسان امنیتي ادارو په ولکه کې اخستي او پلټنې یې ترې پیل کړې دي.

امنیتي سرچینو ویلي له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو ټوله سيمه بنده کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

له ازادو سرچینو دغه دعوې نه دې تاید شوې خو دپاکستان شخصي میډیا جيو نيوز د خبر له مخې، د ضلعي انتظاميې وينا ده چې بم په يو موټر سائيکل کې د سړک غاړې ته ايښودل شوى ؤ چې له امله يې درې تنه وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

دا چاودنه وروسته له هغې شوې چې د اګست په 8مه په میر علي سیمه کې په پوځي کاروان شوي یوه ځانمرګي برید کې څلور پاکستاني پوځي عسکر وژل شوي وو.

تر دغې برید وروسته د پاکستان پوځ ویلي وو د ملک نه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو لپاره هوډ لري او ويلي یې وو چي د پوځيانو قربانۍ به ضایع نه شي۔

په دې وروستیو میاشتو کې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه او له مشکوکو ترهګرو سره نښتې ډېرې شوې دي.

تیره اوونۍ د شمالي وزیرستان د انتظامیه مشر یا ډپټي کمشنر شاهد علي خبرې غونډې ته ویلي وؤ سږکال شمالي وزيرستان کې په بېلابيلو پېښو کې ټول 42 امنيتي عسکر وژل شوي چې پکې 37 پوځيان دي.

د ډپټي کمشنر په وینا سږکال په سيمه کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې پکې زياتره په ميرعلې کې مخې ته راغلې دي .

سیمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد دشمالي وزیرستان د ټولو قامونو شریک احتجاجي پرلت نن په 30مه ورځ هم روان دی او غوښتنه کوي چې په سیمه کې دي د ناامنۍ او د هدفي وژنو مخه ونیول شي.

د احتجاج په مهال د ضلعې ټول کاروباري مرکزونه او د ګاډو د تګ راتګ لارې بندې کړی شوې وې خو د تیرې ورځې نه د سړکونو او کاروباري مرکزونو دپرانستو پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د سیاسي ګوندونو په منخګړي توب احتجاج کوونکو له حکومت سره خبرې پیل کړې خو احتجاج کوونکو ویلي پرامن احتحاج به روان وي او که دا مذاکرات ناکامه کیږي احتجاج به بیا غځوي.

د اتمانزو سره د خبرو دپاره د جمعې په ورځ حکومتي جرګه ورغلې، د اتمانزو د مشرانو سره یې خبرې شوي او بيا په دې سلا شوې چې د احتجاج کوونکو غوښتنې به د وزیراعظم شهباز شریف سره شريکولی شي او د ځواب دپاره 15 ورځې وخت ورکړی شوی دی.

د حکومت لخوا د جوړې سياسي 16 کسيزې جرګې يو غړي د عوامي نيشنل ګوند ميا افتخار حسېن په بنو پرېس کلب کې خبريالانو ته ويلي، د اتمانزو د جرګې یوه د امن غوښتنه وه، او مونږ د اتمانزو مشرانو ته وويل چې مونږ ستاسو د مطالبو ملګري يو او مونږ به ستاسو پوره وکالت کوو.

د ناامنۍ پرضد دا احتجاجی پرلت نن په داسې حال کې دوام لري چې هیواد کې د استقلال ورځ نماځل کیږي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG