لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات ته د طالبانو راتګ: پوځ وایي د غرونو په سرونو وسله وال لیدل شوي خو له ابادۍ ډېر لرې دي


دپاکستان پوځ منلې چې د سوات اؤ دیر ترمنځ دغرونو په سرونو وسله وال (طالبان) ضرور لیدل شوي خو وایي چې هغوی له ابادۍ ډیر لرې دي اؤ په ظاهره داسې ښکاري چې دغه وسله وال خپلو پلرنیو سیمو کې د بیا میشته کېدو په خاطر افغانستان نه په غلا را اوښتي دي.

د پاکستان پوځ پخپله اعلامیه کې سوات کې په لویه کچه دناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د وسله والو شتون په داسې حال کې مبالغه بللې ده چې په ټولنیزو رسنیو دطالبانو لخوا سوات کې دپاکستاني پوځي افسرانو اؤ پولیسو دتښتول کیدو ویډیوګانې مخې ته راغلي دي.

دسیمې نه رارسیدلي رپورټونه وایي چې دسوات په یو شمیر سیمو کې طالبان په ګزمو لیدل شوي دي اؤ طالبانو پخپله هم منلې ده چې دوئ دسوات په غرونو کې شتون لري خو دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپله یوه اعلامیه کې دې هرڅه ته دمبالغې نوم ورکړی دی.

دپوځ اعلامیه کې ویل شوي چې سوات کې په سوات کې دناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه دشتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده اؤ داسې رپورټونه له مبالغې ډک اؤ تیر ویستونکي دي.

خو دپوځ ددې دعوې برعکس دپاکستاني طالبانو تحریک پخپله یوه اعلامیه کې منلې چې دوئ په سوات کې وخت له سره شتون لري.

دطالبانو اعلامیه کې راعلي چې دوئ پاکستان سره د روانو مذاکراتو اؤ اوربند درناوی کوي اؤ دا یې هم ویلي چې سوات ته د دوئ دبیا راګرځیدو رپورټونه عبث دي ځکه چې دوئ وخت له سره دغلته په غرونو کې میشت دي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دپاکستاني پوځ اؤ پولیسو افسران دتحریک طالبان پاکستان وسله والو تښتولي،لاسونه یې ور تړلي اؤ هغوئ خپله پیژنګلو دپاکستاني پوځ دعسکرو په توګه کوي.

دسوات نه دپولیسو یو تښتول شوی ډي ایس پي هم په یوه ویډیو کې په داسې حال کې ښودل شوی چې په وینو کې سور په زمکه په زخمي حالت کې پروت دی .

دسوات دیو ځایي خبریال شهزاد عالم سره دیو طالب هغه ټيلي فوني خبرې هم په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي چې پکې دغه طالب دپولیسو تښتول شوی ډي‌ ایس پي دمریضۍ په حالت کې یادوي اؤ وایي چې دهغه په وړلو پسې څوک غره ته نه راخېژي.

وروسته په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې ژوبل پولیس افسر طالبانو عامو خلکو ته سپارلی دی.

دایي ایس پي ار بیان کې ویل شوي چې غرونو کې د وسله ولو په شتون اؤ خوځښتونو کلک نظر ساتل کیږي اؤ دټولو امنیتي ادارو له لوري دیادو سیمو دخلکو دحفاظت لپاره ضروري ګامونه پورته کړل شوي دي.

خو د جمعې په ورځ په سوات کې په سوونو خلک سیمې ته دطالبانو دبیا راستنېدو پرضد سړکونو ته داحتجاج لپاره راوتلي وؤ اؤ شعارونه یې ورکول چې "مونږ پخپله خاوره امن غواړو"

دخالي په ورځ په سوشل میډیا داسې دعوې هم شوي دي چې دطالبانو په ضد سوات کې کومو خلکو احتجاج کړی دی دپولیسو دضلعي مشر په امر هغوئ کې دګڼو کسانو پرضد دترهګرۍ اؤ غدارۍ مقدمې درج کړل شوي دي.

دسوات ځایي خبریال انور انجم په ټویټر دسرچینو له قوله لیکلي چې دسوات دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او دمقدمو درج کولو علت دا ښودلی چې احتجاج کوونکي ریاستي ادارې بدنامول غواړي .

انور انجم دسوات دپولیسو دمشر زاهد مروت دا دریځ هم مخې ته راوړی چې څوک د ریاستي ادارو بدنامولو هڅه کوي هغوئ سره به دقانون له مخې چلند کولی شي.

او او ای ډیوه دسوات دپولیسو د دریځ معلومولو لپاره د ډي پي او زاهد مروت سره دټيلي فون دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دا هڅه بریالۍ نه شوه.

دپاکستان دپوځ په اعلامیه کې زیاته کړل شوې ده چې په هیڅ یو ځائ کې به د وسله والو شتون ونه زغمل شي اؤ د ضرورت په پېښېدو به دکوټلي طاقت کارولو له لارې دوئ سره کتلی شي.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي وؤ سوات کې دطالبانو د موجودیت اطلاعاتو ته ګوري اؤ پاکستان په دې اړه پرله پسې دافغان دولت سره په تماس کې دی.

پېښور کې میشت دسوات سره تعلق لرونکي خبریال عقیل یوسفزي تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د سيمي نه ورته تازه معلومات ترلاسه شوي دي چې په سوات کې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان د کور نه شپږ اووه کلوميټره په فاصله او ځينو نورو سيمو کې وسلوالو طالبانو د شپي په وخت ګشتونه/ګزمې شورو کړي دي. په خلکو کې ويره ترهه خوره ده.

د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم په دې وروستیو کې تور لګولی چې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر او دقامي‌اسمبلۍ دپخواني سپیکر پشمول د خېبر پښونخوا حکومت يو شمېر غړي طالبانو ته قلنګونه ورکوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG