لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:وسله والو سره نښته اؤ دخلکو احتجاج کې دوه پوځیان اؤ یو سیاسي فعال وژل شوي


د بلوچستان د ھرنایي خوست سیمه کې پر احتجاج کونکو ډزې شوې، چې پکې د عوامي نیشنل ګوند یو فعال وژل شوی او پینځه تنه ټپیان شوي دي۔

په عین حال کې پوځ ویلي په ترهګریز برید کې یې دوہ عسکر وژل شوي دي.

د ھرنایي د ځایي رسنیو کارمندانو د نوم نه ښکارہ کولو په شرط ډیوہ ته ویلي د دیارلسم اګست په شپه د لویې او وړ‎ې وسلې ډزې شوې وې چې په نزدې ابادۍ کې ګولۍ لګېدلې وې، د دې پر ضد ځایي خلکو او سیاسي فعالانو د ارمي د چیک پوسټ و مخ ته احتجاج کړ‎ی او پر هم دې مھال پېښه رامنځ ته شوې ده۔

اردو نیوز ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې (ISPR) د بیان ذکر کړ‎ی او ویلي یې چې د اګست د ۱۳مې او ۱۴مې په منځ شپه ترهګرو د بلوچستان په هرنايي خوست کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ.

پخپل يو بيان کې دپوځ ویاندې ادارې ایي اېس پي ار ویلي دي چې بريد په کاميابۍ سره شنډ کړی شو ، او ترهګر نز‎دې غرونو ته تيښتېدلي دي۔

د خبرپاڼې له مخې، د ترهګرو او امنیتي ځواکونو د ګزمې د ډلې تر منځ په داسې حال کې د ډزو تبادله وشوه چې د تښتېدلو ترهګرو د نیولو او محاصره کولو هڅه وشوه.

د ایي ایس پي ار له مخې د نښتې په ترڅ کې، د پاکستان د پوځ دوه سرتیري، نایک عاطف او سپاهي قیوم له ترهګرو سره د مقابلې په وخت وژل شوي دي اؤ دپوځ یو بل افسر ميجر عمر له ترهګرو سره د جګړې پر مهال په ګولۍ دلګیدو له امله ټپي شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خپلواکۍ د ٧٥مې کليزې په مناسبت امنيتي ځواکونه هوډ لري چې له اولس سره په ګډه د بلوچستان د سولې، ثبات او پرمختګ د خرابولو هڅې شنډې کړي.

د پوځ په بیان کې د احتجاج کوونکو او یادې پېښې یادونه ندہ شوې۔

د نېشنل قومي مومنټ ګوند مرکزي سیکرېټري مزمل شاہ په خپل ویډیو پیغام کې ویلي چې،
“له شپې د پوځ له لوري پر ابادۍ ډزې شوي، دهغه پېښې پر ضد پر څوارلسم اګست ځایي خلکو د چیک پوسټ ومخ ته احجاج کاوہ چې ورباندې د عسکرو له لوري ډزې شوې او په نتیجه کې یې یو سیاسي فعال خالق داد وژل شوی او پینځه نور ټپیان شوي دي”

په دغه پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپارہ دکوټې روغتون ته لېږ‎ل شوي دي.

د یادې پېښې په اړ‎ہ د پوځ یا حکومت له لوري کوم دریځ نه دی ورکول شوی۔

د ډیوہ له لوري د بلوچستان د داخله چارو د مرستیال ضیا لانګو او د هرنایي له مرستیال کمشنر سردار رفیق ترین سرہ د ټیلي فون او واټس اپ له له لارې دتماس نیولو هڅه بریالۍ نه شوه ۔

د یادې پېښې پر ضد پر ټولنیزو رسنیو هم تود بحث او پر پاکستامي ځواکونو سختې نیوکې شوې دي۔

پر ټولنیزو رسنیو ځیني ویډیوګانې خپرې شوې چې پکي خلک د عسکرو د چیک پوسټ ومخ ته احتجاج کوي او په دې وخت کې ډزې هم اوریدل کېږ‎ي او د خلکو له لوري دوہ ځوانان په ټپي حالت کې را اخیستل شوي دي۔

په کوټه کې میشت خبریال زین الدین پر خپل ټویټر لیکلي”د نامعلومه وسلوالو له لوري د هرناي خوست پر ارمي چیک پوسټ برید شوی چې پکې د ارمي دوہ عسکر وژل شوي او د یوہ میجر عمر په ګډون پینځه عسکر ټپیان شوي، د پوځ په ځوابي برید کې د دوؤ ځایي وګړ‎و د ټپي کېدو د پېښې پر ضد خلکو احتجاج کړ‎ی او پر عسکرو یې د ډبرو وارونه کړ‎ي، چې په دې وخت کې د عسکرو له لوري په ډزو د اې این پي ګوند یو فعال وژل شوی او دوہ ټپیان شوي”

زین الدین دغه خبر د هرنايي د ای این پي د ضلعي صدر ولي داد له قوله ورکړ‎ی دی۔

هرنایي پښتون میشته سیمه دہ دلته د کویلې ډېر زیات کانونه یا زېرمې دي۔

دلته پر امنیتي ځواکونو وخت ناوخته بریدونه شوي چې زیاترہ وخت یې ذمه واري بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې مني۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG