لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیر:په پوځیانو بمي چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي


دخیبر پښتونخوا په دیر سیمه کې په پاکستاني پوځ بمي چاودنه شوې چې پکې دوه پوځي عسکر وژل شوي دي.

داتوار په ورځ دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې چاودنه تیره ورځ د دیر په باروال سیمه کې شوې ده.

دپوځ بیان کې ویل شوي چاودنه کې دوه عسکر ۳۰کلن ساجد علي اؤ ۳۲ کلن عدنان ممتاز وژل شوي دي.

ایي ایس پي ار ویلي پوځ دترهګرۍ ختمولو لپاره کلک هوډ لري "اؤ زمونږ د زړورو ځوانانو قربانۍ به عبث نه ځي"

دپوځ بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې دا چاودنه په پوځیانو څنګه شوې ده اؤ نه هم په سمدستي توګه کومې ډلې دچاودنې پړه پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې دعوې شوې دي چې دیر سیمې ته یو وارې بیا دپاکستاني طالبانو دتحریک وسله وال ننوتلي دي اؤ دغلته یې باقاعده ګزمې هم کړې دي.

ویل شوي چې دټي ټي پي وسله والو په دیر کې دخلکو نه دقلنګ اخستنې غوښتنې هم پیل کړي دي .

تیره اوونۍ په دیر سیمه کې دصوبایي اسمبلۍ په یو غړي هم وسله والو برید کړی ؤ چې پکې څلور کسان سخت وژل شوي وؤ اؤ داسمبلۍ غړی پخپله سخت ژوبل شوی ؤ چې تر اوسه روغتون کې په اندېښمن حالت کې بستر دی.

داسې دعوې هم په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي چې دصوبایي اسمبلۍ له دغه غړي وسله والو دقلنګ غوښتنه کړې وه اؤ هغه له پیسو ورکولو انکار کړی ؤ چې له دې امله پرې طالبانو برید کړی دی.

خو پاکستاني طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې طالبان له چا قلنګونه نه اخلي.

دیر ته د وسله والو طالبانو دبیا راګرځېدو په ضد تیره اوونۍ په زرګونو خلکو په دغه سیمه کې یو احتجاج هم جوړ کړی اؤ ویلي یې وؤ هغوئ به هیچاته دخپلې خاورې دامنیت ګډوډولو اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ تیره ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې د دیر اؤ سوات دغرونو پسرونو ځېنې وسله وال(طالبان) لیدل شوي خو وایي دغه وسله وال له ابادۍ ډير لرې دي اؤ امنیتي ادارې به دسیمې دخلکو دامنیت خوندي کولو لپاره هر رقم ګامونه اخلي.

دجمعې په ورځ په سوات کې هم په سوونو خلک سیمې ته دطالبانو دبیا راستنېدو پرضد سړکونو ته داحتجاج لپاره راوتلي وؤ اؤ شعارونه یې ورکول چې "مونږ پخپله خاوره امن غواړو"

دخالي په ورځ په سوشل میډیا داسې دعوې هم شوي دي چې دطالبانو په ضد سوات کې کومو خلکو احتجاج کړی دی دپولیسو دضلعي مشر په امر هغوئ کې دګڼو کسانو پرضد دترهګرۍ اؤ غدارۍ مقدمې درج کړل شوي دي.

دسوات ځایي خبریال انور انجم په ټویټر دسرچینو له قوله لیکلي چې دسوات دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او دمقدمو درج کولو علت دا ښودلی چې احتجاج کوونکي ریاستي ادارې بدنامول غواړي .

انور انجم دسوات دپولیسو دمشر زاهد مروت دا دریځ هم مخې ته راوړی چې څوک د ریاستي ادارو بدنامولو هڅه کوي هغوئ سره به دقانون له مخې چلند کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG