لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچړې برید کې تر ژوبلېدو وروسته سلمان رشدي په وړومبي ځل خبرې کړي

دامریکا دلویدیز ایالت نیویارک د چوتاکوا په انسټیټیوټ کې د هنري ازادۍ په اړه دیوې وینا په مهال دچړې په برید کې سخت ژوبل شوي لیکوال سلمان رشدي دخالي په ورځ خبرې پیل کړې دي.

دا خبر د Chatauqua انسټیټوټ مشر مایکل هیل د شنبې په ورځ ناوخته ټویټ کړی دی.

په برید کې له ژوبل کیدو وروسته لیکوال سلمان رشدي ډاکټرانو پر وینټیلیټر اچولی ؤ.

رشدي په 1988 کې د خپل کتاب "شیطاني آیتونه" له خپرولو وروسته د خپل سر دټاکل شوي قیمت سره ژوند کاوه.

ایت الله روح الله خمېني، د ایران د “اسلامي انقلاب” مشر د یاد کتاب د چاپ کېدو وروسته، د سلمان رشدي پر ضد د مرګ فتوا ورکړې وه. سلمان رشدي او د ادب سره تړلي يو شمېر شخصیتونو دا تورونه څو وارې رد کړي چې ګني کتاب یې د اسلام پر ضد دی.

هادي متر چې په رشدي باندې په برید تورن دی د شنبې په ورځ یې د سلمان رشدي د وژنې دهڅې او د برید د تورونو منلو څخه انکار کړی دی.

هادي متر پرته له ضمانت څخه نیول شوی اؤ په سلمان رشدي دشوي برید علت تر دې مهاله نه دی په ډاګه شوی.

دسلمان رشدي لانجمن کتاب "شیطاني آیتونه" خپریدو د ایران د هغه وخت ستر مشر ایت الله خمیني دې ته هڅولی ؤ چې د رشدي او د هغه چا د وژلو فتوا صادره کړي چې د کتاب په خپرولو کې ښکیل وو ځکه چې ددې کتاب موضوع اسلام ته سپکاوی ګڼل شوی و.

فتوا یو اسلامي مذهبي حکمنامه وي اؤ په داسې حال کې چې اوس خمیني مړ شوی، خو دهغه لخوا جاري شوې فتوا لا په عمل کې پاتې ده.

رشدي د فتوې له خپریدو وروسته شاوخوا نهه کاله په تنهایۍ کې ژوند تیر کړی و خو له هغې وروسته یې دټولنې سره یو ځائ خپل ژوند کولو .

په سلمان رشدي د چاقو دې شوي برید کې ددغه ۷۵ کلن لیکوال ځیګر ته زیان رسیدلی او په لاس کې یې رګ پرې شوی دی.

د رشدي اجنټ، اندریو دجمعې په ورځ ویلي وو، اندېښنه ده چې رشدي خپله یوه ټپي شوې سترګې وبایلي.

امریکایي صدر جو بایډن په یو بیان کې ویلي "سلمان رشدي دانسانیت په لړ کې دهغه دبصیرت،دکیسې لپاره دهغه بې مثاله احساس،د ویریدو اؤ غلي کیدو نه دانکار،داړینو اؤ افاقي نظریاتو لپاره ولاړ ؤ"

دښاغلي بایډن په بیان کې ویل شوي "ریښتینوالی،همت،مزاحمت ،پرته له کومې ویرې دخپلو خیالاتو دڅرګندونې صلاحیت دا هغه څه دي چې دیوې ازادې اؤ پراخه ټولنې بنیادي اډاڼې وي"

په لیکوال سلمان رشدي شوي برید د چوتاکوا انسټیټیوټ امنیتي تدابیر هم تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

دغه انسټي تیوټ د شنبې په ورځ ویلي وؤ چې دوئ عصري او ډیر سخت امنیتي تدابیر پځائ کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG