لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول ګران کړی شوي حکومتي ګوند يې په خپله مخالفت کړی


د پاکستان حکومت يو ليټر پټرول شپږ روپۍ او 72 پېسې ګران کړي او په يو ليټر ډيزلو کې يواځې 51 پېسې کمې کړی شوي دي، له دې وړاندې په پاکستانيو مطبوعاتو داسې اوازې وې چې ګنې حکومت پټرول ارزانوي.

د حکومت لخوا د نوو بيعو ترمخه نن د نهې/ سه شنبې د ورځې نه به پټرول په 233روپو او 91 پېسو خرڅيږي، د ډيزلو نوې بېعه 244روپۍ او 44 پېسې ده.

د خاورو تيل يو ليټر يوه روپۍ او 67 پېسې ارزان کړی شوي نوی قيمت يې يو ليټر په 199روپۍ 40 پېسې شوی دی او هايي سپيډ ډيزل 43 پېسې ګران کړی شوي او يو ليټر 191روپو 75 پېسو ته رسېدلی دی.

د خزانې وزارت ويلی، په نړيوال مارکيټ کې د تيلو د بيعو او اېکسچېنج قيمتونو کې د بدلون سره حکومت هم د تيلو په قيمتونو کې بدلون کړی دی.

په ټولنيزو رسنيو په حکومت نيوکې کيږي چې په نړیوال مارکيټ کې تيل ارزانيږي او د پاکستان حکومت ګران کړه.

په خپله د حکومت واکمنه ګوند مسلم ليګ ن يوې مشرې مريم نواز شريف په ټويټر ويلي،

"زه د ولس سره يم د دې فېصلې تاييد نه شم کولی".

هغې ته ويل شوي چې ميا صاحب ته اووايي چې د دې نوټس واخلي.

"او مريم نواز ورته په ځواب کې ويلي، ميا صاحب د دې فېصلې سخت مخالفت کړی او تر دې يې ويلي چې زه نور د يوې پېسې بوج په ولس نه شم اچولی او که د حکومت کومه مجبوري وي نو زه پکې شامل نه يم او ميټنګ يې پرېښودی دی".

جرنلسټ حامد میر په ټويټر ويلي،

"د دې نه سېوا ظلم څه کېدی شي په نړيواله منډۍ کې تيل ارزانيږي او د شهباز شريف حکومت يو ځل بيا ګران کړه د تيلوپه قیمتونو کې اضافه د عام ولس دپاره د قبلولو وړ نه ده".

د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف هم په حکومت نيوکې کړي چې تيل يې ګران کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG