لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ایي د ممنوعه فنډونو په اړوند د خواست اورېدنه به د اسلام اباد هایکورټ ستر بینچ کوي


اسلام آباد هایکورټ پریکړه کړې چې دپاکستان تحریک انصاف ګوند پرضد دممنوعه فنډونو په قضیه کې د الیکشن کمیشن دپریکړې په خلاف دپي‌ ټي ایي د درخواست اوریدلو لپاره لویې بنچ جوړ کړي-

د تحریک انصاف مشره شرین مزاري وایي اسلام اباد هایکورټ خپله وروستۍ پریکړه کې ویلي وؤ الیکشن کمیشن باور ورکړی چې د ټولو ګوندونو د فنډونو بیا کتنه دی وکړی شي خو الیکشن کمیشن او چیف الیکشن کمشنر یو اړخیزه پریکړې کوي هم دغه لامل دی چې مقدمه یې بیرته اسلام اباد هاېې کورټ ته راوړې ده-

د قانون پوهانو وینا ده چې الیکشن کمیشن خپله د عمران خان یا د ګوند پر ضد د فنډونو نه څرکندولو په تور کې ګامونه نه شي پورته کولی دا د عدالت کاردی خو په دغه مقدمه کې عدالت الیکشن کمیشن ته د نورو ګوندونو د فنډونو د پلټونو هدایت کولی شي-

داسلام اباد هایکورټ قایمقام چیف جسټس عامر فاروق د سه شنبې په ورځ دممنوعه فنډونو مقدمه کښې داليکشن کميشن د فيصلې په ضد دپاکستان تحریک انصاف د درخواست اوريدنه لویې بينچ ته وسپارله چې د مقدمې اوریدنه به د روانې میاشتې په اتلسمه نیټه کوي-

د تحریک انصاف د مشر عمر ایوب له اړخه داير شوې خواست کې ویلې شوې چې د یو اقتصادې چارو د پوه د لارې د ګوند اکاونټونو وضاحت په لیکلې پڼه الیکشن کمیشن ته جمع کړې شوې خو الیکشن کمیشن پریې سترګې پټې کړې او د څه دلیل پرته ېې پریکړه کړې وه-

درخواست کې د عدالت څخه خواست شوی چې د اليکشن کميشن فيصله او پي ټي ایي ته جاري شوی شوکاز نوټس دې وځنډول شي او د بهرنیو فنډونو په اړه دې د اليکشن کميشن رپورټ هم رد کړل شي-

د تحریک انصاف یوې مرکزي مشرې شرین مزاري اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، اسلام اباد هایکورټ خپله وروستې پریکړه کې ویلې وؤ الیکشن کمیشن باور ورکړی چې د ټولو ګوندونو د فنډونو بیا کتنه دې وکړی شې خو الیکشن کمیشن او چیف الیکشن کمشنر یو اړخیزه پریکړې کوي-

هغې ویلي هم دغه لامل دی چې مقدمه یې بیرته اسلام اباد هایکورټ ته راوړې ده، ولې چې مرکزي د پلټنو ادارې ایف ایي ای د حکومت په وینا د پې ټې ایي د فنډونو د پلټنو عمل شورو کړی دی-

بل پلو ته د مسلم لیګ نواز ډلې مشر او وفاقي وزیر احسن اقبال وایي حکومت خپل د واک تر مخه د پلټنو عمل شور کړی دی

هغه وایي د پاکستان الیکشن کمیشن د یوې سیاسې مقدمې هم تر دومره اوږدې مودې څار نه ده کړې څه رنګه چې د تحریک انصاف په مقدمه کې اته کاله وخت ورکړې شوی ؤ خو د دې هر څه سربیره د تحریک انصاف ممنوعه او بهرني فنډونه څرکند شول-

هغه ویلي حکومت د الیکشن کمیشن د لارښودنې تر مخه پلټنې شورو کړي او په دې اړه به معلومات د سپریم کورټ سره شریکوي-

تحریک انصاف تیره اوونۍ د الیکشن کمیشن د پریکړې پر ضد اسلام اباد هایکورټ کې درخواست جمع کړی و چې پکې ویل شوې وو، سپریم کورټ او اسلام اباد هایکورټ د دې معاملې جاج اخیستی و او د تحریک انصاف په ګډون د ټولو سیاسي ګوندونو د اکاونټونو د پلټنو معامله یې بیرته الیکشن کمیشن ته لیږلې وه- خو د بده مرغه یوازې پي ټي ایي په نخښه شوې ده-

ستر قانون پوهه سلمان اکرم راجا وایي" الیکشن کمیشن خپله د عمران خان یا د ګوند پر ضد د فنډونو نه څرکندولو په تور کې عملیات نه شي کولی دا د عدالت کار دی- اوس دا هر څه پر عدالت اړه لري- عدالت دا هم کولی شي چې د ټولو دفنډونو د څارنې هدایت وکړي"

دغه مقدمه د تحریک انصاف د یو پخواني مشر اکبر ایس بابر لخوا کال ۲۰۱۴م کې د ګوند د ممنوعه فنډونو ترلاسه کولو په ضد داير کړی شوې وه-

د پاکستان الیکشن کمیشن د روانې میاشتې په پیل کې یوه متفقه پریکړه کې ویلي وؤ پاکستان تحریک انصاف د 351 بهرنیو کمپنیو او 34 بهرنیو وګړو څخه د ملیونونو ډالرو فنډونه ترلاسه کړي.

د الیکشن کمیشن پریکړه کې دا هم ویل شوي وو چې د تحریک انصاف مشر عمران خان دکال ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م پورې الیکشن کمیشن کې غلط معلومات جمع کړي وو او د فنډونو تر لاسه کولو د پاره کاریدونکي ۱۳ اکاونټونه یې هم پټ ساتلي وو-

الیکشن کمیشن پي ټي ايي ته نوټس جاري کړی ؤ چې واضحه دې کړل شې چې دغه ګوند ته ترلاسه شوي فنډونه باید ولې ضبط نه کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG