لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان اړوند پرېکړو کې د پاکستان د پوځ کردار څه دی اؤ پارلیمان څومره واک لري؟


دپاکستان حکومتي چارواکي د افغانستان په اړوند پريکړو کې د پارليمان د خپلواکۍ او سر لوړۍ دعوې کوي خو څيړونکي دغه دعوې ردوي او وايي يو کمزورى پارليمان چې د پوځي اسټيبليشمنټ په ملاتړ روان دی، دومره توان نه لري جې دافغانستان سره تړلې مهمې پرېکړې پخپل سر وکړي.

په کابل د افغانو طالبانو د واکمنۍ دیو کال پوره کېدو په ترڅ کې وي او اى ډيوه سره خبرو کې حکومتي اتحاد کې شامل د پيپلز ګوند د قامي اسمبلى غړي اغا رفيع الله ويلي د دوي ګوند تل د ملکي دستور او پارليمان د سرلوړۍ خبره کړې ده او د اعا رفيع الله په خبره چې تر څو دپيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو خارجه وزير دى، افغانستان وي او که بله کومه ملکي معامله د پريکړو کوټلی واک به د پارلیمان په لاسو کې وي.

اغا رفيع الله وایي بلاول بوټو به په دې اړه د چا ډیکټیشن یا هدایات نه قبلوي.

وتلى خبريال او څيړونکی مشتاق يوسفزی دا مني چې د بلاول بوټو دخارجه وزېر جوړيدو وروسته د ېاکستان لخوا د افغان طالبانو دحکومت په حق کې سفارتي کمپاين کې کمى راغلى دى خو د مشتاق يوسفزي په خبره موجوده پارليمان ډير کمزورى دى او هغه نه ګڼي چې دا به د هند، افغانستان يا نورو داسې مهمو معاملو په اړوند پخپل سر پريکړى وکړى شي.

وي او اى ډيوه خبرو کې مشتاق يوسفزي زياته کړه موجوده پارليمان او واکمن ایتلاف پي ډي ايم دسياسي او معاشي شخړو پسر هر وخت دپوځي اسټيبلشمنټ مرستو ته اړ وي نو څنګه بيا دوى د پوځ د خوښې خلاف تللی شي.

حکومتي اتحاد کې دشامل بلوڅ ملت پاله نيشنل ګوند د سينېټ غړى محمد اکرم وایي د دوي ګوند د ګاونډي هيوادونو سره په ښو اړيکو باور لري .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل پکار ده چې بهرنيو چارو او نورو مهمو معاملاتو کې د پريکړو اختيار پارليمان سره وي خو د محمد اکرم په خبره امنیتي معاملو کي د پوځ باور کې اخستل هم لازمي دي.

د پاکستان پوځي قيادت په دې وروستیو کې د افغانستان په حالاتو او کابل کې د لاقانونه ترهګرې ډلې ټي ټې پي سره دمذاکرات وپه اړه پارليماني غړو ته د تړلو دروازو ترشا برېفنګ ورکړی ؤ او د پوځ وياند جنرال بابر افتخار ويلي په دې اړه ګړنلاره به پارليمان جوړوي او پوځ به یې عملي کوي.

خو ددفاعي چارو د بل يو څيړونکي ډاکټر عبدالحميد په نظر پارليماني غړو د ډير وخت راهسې خپل اختيار بيللى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل کړنلاره به هم پوځ جوړوي البته د پارليماني غړو کردار به يوازې دا وي چې دا عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پيپلز ګوند دمشر بلاول بوټو په سپارښتنه د حکومت او لاقانونه ډلې ټي ټي پي ترمنځ دمذاکراتو د څارنې لپاره په دې وروستیو کې دټولو ګوندونو د غړو د ګډې کمېټۍ جوړولو پرېکړه شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG