لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د طالبانو د بیا راغونډیدو اوازې صوبایي حکومت رد کړي


د خېبرپښتونخو حکومتي کابینيې هغه اوازې رد کړي او پروپېګنډا يې ورته ویلې چې ګنې په سوات کې طالبان بيا منظم کيږي. د پاکستان د سرکاري ميډيا [رېډيو پاکستان] ترمخه دغه خبره د نهې/سه شنبې په ورځ د وزیراعلا محمود خان په مشرۍ د کابينې په غونډه کې شوې ده.

د کابینې د غونډې وروسته د وزيراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په سيمه کې امن په مکمله توګه په قابو کې دی او حکومت به د ملک په خپلواکۍ او ولس په تحفظ هيڅ جوړ جاړی ونه کړي.

د ګل په ورځ په هم بېرسټر سېف ويلي وو، د سوات په ګډون په پوره ملاکنډ ډويژن کې پوره امنيت په ځای دی او په تيرو ورځو کې چې په سوات کې کوم حالات جوړ شوي د هغې په مکمله توګه مخه نيول شوې ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو وډیوز په شوسل میډیا مخې ته راغلي وو.

په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو کې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د یو پوځي او پوليس افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې شاته تړل شوي وو.

وروسته بيا د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه هم خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو، "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او بيا پوځ هم ویلي وو چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي.

خو د پوځ د دې دعوې برعکس د پاکستاني طالبانو تحریک مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې ويلي وو چې دوی په سوات کې وخت له سره شتون لري.

په سوات کې د طالبانو د ښکاره کېدو وروسته په دير او سوات کې خلک راوتلي احتجاجونه يې کړي او د امنيت غوښتنه يې کړې ده.

پرون د عوامي نيشنل ګوند د سيوري لاندې پښتون قومي امن جرګه کې هم ويل شوي چې رياست ته به د يوې ورځې دپاره هم اجازت ور نه کړي چې د پښتنو خاوره يو ځل بيا طالبانو ته وسپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG