لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د پاکستان سېلاب ځپلو خلکو د کمک لپاره د یو لک ډالرو مرستې اعلان کړي 


امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د يو لک ډالرو په سمدستي توګه ورکولو اعلان کړی دی، دا مرستې د هغو يو ملين ډالرو نه جدا دي چې امریکې پاکستان ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره اعلان کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان سره د يو لک ډالرو د مرستو اعلان په ټويټر کړی دی.

هغه ويلي، په دې سخت وخت کې امريکا د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړ ده او امریکا د سېلاب ځپلو دپاره د بحالۍ دپاره په سمدستي توګه د يو لک ډالرو ورکولو پرېکړه کړې ده.

نوموړي ويلي، د دې يو لک ډالرو نه علاوه امریکې په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره د لس لکه ډالرو مرستې هم اعلان کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر زیاته کړې چې چې امریکا او پاکستان په راتلونکې کې د ممکنه هر ډول موسمي بحران د اغېزو کمو ساتلو دپاره مرستې کوي.

په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي، دغه يو لک ډالرې سمدستې مرستې به د امريکې د نړیوالې پرمختيا ادارې [يو اېس اې ايي ډي] د لارې ورکولی شي.

امریکې د پاکستان دپاره دا مرستې په داسې حال کې اعلان کړي چې په پاکستان کې د 14 جون راهسې د بارانونو لړۍ روانه او د بارانونو له امله سېلابونو راغلي، خلکو ته یې مرګ ژوبلې او مالي تاوانونه اړولي دي.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې ] د پروني [17 اګست] د رپورټ ترمخه تراوسه پورې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله 649 کسان مړه شوي او 1030 ژوبل شوي دي.

د اېن ډي اېم اې د شمېرو ترمخه ټولو زياتې مرګ ژوبلې او تاوانونو په بلوچستان صوبه کې شوي په دغه صوبه کې 196 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG