لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر ته د پاکستان په مطبوعاتو کې ځای نه ورکولو باندې پوښتنې راولاړې شوي


د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، پرون يې د يوې مقدمې اورېدنه شوې او بيا په ټولنيزو رسنیو دا بحث تود شوی چې علي وزیر ته د پاکستان په مطبوعاتو کې ځای نه ورکول د ډوميسايل مسله ده؟ که بل څه دي.

پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [18 اګست] د علي وزير په يوه مقدمه کې اورېدنه شوې او د هغه وکيل وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وويل چې په عدالت کې جج نه وو ځکه په دغه مقدمه کې بله نېټه 30م اګست ورکړی شو.

جرنلسټ مبشر زېدي په ټويټر ويلي، "د ترهګرۍ ضد مقدمو د اورېدنې 12م نمبر عدالت د جج کنټرېکټ ختم شوی ځکه د علي وزير د ضمانت په خواست فېصله ونه کړی شوه".

څيړونکې او جرنلسټې فرزانه علي د مبشر زېدي ټویټ ته په ځواب کې پوښتنه را ولاړه کړې او ويلي يې دي،

"څومره د حېرانتيا خبره ده، چې په دوه تنو يو شان تورونه، يو اېم اېن اې او بل د يو ګوند وياند يا چيف سټاف، خو په ټي وي بندېز، په عدالتونو کې د مقدمو ځنډ، او بل پرله پسې په ټيلي ويژن او عدالتونو کې ښکاره کول، ايا د ډوميسايل فرق دي يا بل څه؟".

دا بحث په داسې حال کې تود شوی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان چيف سټاف شهباز ګِل د پاکستان د پوځ پرضد وېنا په تور نيول شوی او په پاکستاني مطبوعاتو کې دغه خبر ته ډېر ځای ورکول کيږي.

د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکي څيړونکي او لیکوال خادم حسېن هم د ډوميسايل پوښتنه راولاړه کړې ده هغه ويلي، "د شهباز ګِل د خبر نه په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنيو د سر خبر جوړ کړی شوی خو یو منتخب ا ېم اېن اې علي وزير چې هم په دغو تورونو کې بند دی هغه نه د پاکستان په مطبوعاتو کې او نه په ټولنيزو رسنیو کې شته د ډوميسايل فرق دی؟".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې فرزانه علي وويل، "زما په خیال د پاکستان د معروضي حالاتو نه ښکاري چې مطبوعات دي که سياست دی، دا ټول يو طرف چلوي هغه طرف هر څوک پېژني، په ځانګړي ډول د پاکستان مطبوعات د چا په لاسو کې دي په هغې هر څوک خبر دي".

په ځايي او نړيواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ او جرنلسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظیمونه د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو تورونه لګوي چې مطبوعاتو او جرنلسټان د فشار لاندې ساتي.

په وروستيو کې د پې پولې خبريالانو تنظيم (ار ايس ایف) د پاکستان اعلا پوځي چارواکي خبرداره کړی وو چې خبريالان دې نور نه ځوروي او په ميډيا قدغنونه به جمهوريت ته سخت زيان ورسوي، خو د پاکستان حکومت او پوځ تل په مطبوعاتو د فشار خبره ردوي.

څيړونکی او د جرنلزم استاز توصيف احمد خان وايي، "علي وزير د يو تقرير په سر بندي کړی شوی او د دروغو مقدمې پرې جوړې شوي دي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د" شهباز ګِل خبرې ته په ميډیا ځای ورکول او علي وزير د پامه غورځول دا هغه امتیازي سلوک دی چې په نتيجه کې يې د پاکستان په 75 کاله تاريخ کې ټولنه د اړي ګړي سره مخ کړې ده او دا هغه امتیازي سلوک وو چې د مشرقي پاکستان خلکو فېصله وکړه او ځانله یې د بنګله دېش په نوم ملک جوړ کړو".

علي وزير چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په درېو مقدمو کې ورته عدالتونو ضمانتونه ورکړي او تراوسه پورې معلومې څلورمې او وروستۍ مقدمه کې يې د ضمانت په خواست اورېدنه روانه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG