لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

میرانشاه:په روان ګاډي ډزو کې درې کسان وژل شوي


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان میران شاه کې درې کسان په ډزو وژل شوي دي.

پولیس ددې پښې پخلی کوي او وایي دا پېښه دجمعې په ورځ دمیرانشاه په پاکستان مارکیټ کې رامنځته شوې ده.

پولیس سرچینې وایي دپاکستان مارکیټ ترڅنګ په یو روان ګاډي نامعلومو کسانو ناتاره ډزې کړي چې درې کسان پکې وژل شوي دي.

پولیس دا پېښه د شخصي دښمنۍ په اساس بولي اؤ وایي د وژل شوؤ دریواړو کسانو تعلق دبویه تحصیل سره دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو د پېښو پرضد د خلکو احتجاجي پرلت هم روان دی.

په شمالي وزیرستان کې دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پېل شوی چې په 14م جولايۍ د جمعیت علما اسلام دوه ځایي مشران قاري سمیع الدین او مولانه نعمان په هدفي برید کې وژل شوي وو.

تیره اوو نۍ د پاکستان پوځ دعوی کړې چې د دوی په وژنه کې ککړ ترهګر په میر علي سیمه کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال وژل شوي وو.

د علاقې خلک وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د ناامنۍ سره مخ دي او علاقې 480 کسان چې پکې زنانه هم شاملې دي وژل شوي دي، دوی د هدفي وژنو د مخنوي غوښتنه کوي.

شمالي وزیرستان د افغانستان خوست ولایت سره په ختیځ کې موقعیت لري او په کال 2014م کې د پاکستان پوځ دغلته د ترهګرو پرضد د ضرب عضب نومي عملیات کړي چې پکې دا سیمه د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوې خو تیره اوونۍ د شمالي وزیرستان د انتظامیه مشر شاهد علي خبرې غونډې ته ویلي وؤ د تیرو درې میاشتو نه پکې د ناامنۍ او د هدفي وژنو پېښې سیوا شوي دي.

نوموړي ویلي روان کال په شمالي وزيرستان کې په بېلابيلو پېښو کې ټول 42 امنيتي عسکر وژل شوي چې پکې 37 پوځيان دي.

دانتظامیې له مخې په دغه سیمه کې سږ کال د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې پکې زياتره په ميرعلې کې مخې ته راغلي دي

XS
SM
MD
LG