لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: بمي چاودنه کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي


باجوړ بمي چاؤدنه
باجوړ بمي چاؤدنه

دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې دپولیسو په یوه پوسته بمي برید شوی چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ‌ یو تن بل ژوبل شوی دی.

دپولیسو ضلعي مشر عبدالصمدخان ددې بمي چاودنې پخلی کړی اؤ رسنیو ته یې ویلي بمي چاودنه دجمعې په ورځ د باجوړ دماموند په ډمه ډوله سیمه کې دپولیسو دیوې پوستې ترڅنګ شوی دی.

رسنیو د پولیسو دضلعي مشر له خولې ویلي چې چاودنه کې دپولیسو دوه عسکر وژل شوي دي.

وي او ای ډیوه په دې لړ کې دباجوړ دپولیسو دمشر عبدالصمد خان نه په واټسپ پوښتنه وکړه چې ایا دا بمي چاودنه ده که ځانمرګي برید اؤ نقصان یې څومره اړولی دی ؟ خو دپولیسو مشر ددې رپورټ ترچمتو کیدو د ډیوه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

دسیمې نه سرچینو ډیوه ته پخلی کړی چې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي چې پیژندګلو یې د حوالدار سعیدالرحمان اؤ سپاهي عنایت الرحمان په نومونو شوې ده.

په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو پولیس وایي له چاودنې وروسته یې سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي دي.

ماموند دافغانستان سره نزدې دباجوړ ناقراره سیمه ده چې په نزدې وختونو کې پکې ګڼ شمیر بمي چاودنې اؤ هدفي وژنې شوي چې پکې دامنیتي عسکرو ترڅنګ دسیمې سیاسي فعالین اؤ قامي مشران هم وژل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا په قبایلي اؤ نورو سیمو کې په دې وروستیو کې دترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا وروسته له هغې چټک شوې چې دپاکستان حکومت د وسله والې ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دافغان طالبانو په منځګړتوب په دې وروستیو کې مذاکرات پیل کړي دي.

دمذاکراتو په مهال که هرڅو طالبانو اؤ‌ حکومت د ډزبندۍ اعلان کړی خو د ډزبندۍ داعلان باوجود هم په خیبر پښتونخوا اؤ دپاکستان نورو سیمو کې دبمي چاودنو اؤ بریدونو لړۍ نه ده تم شوې .

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په سوات، دیر ، باجوړ، مومند اؤ شمالي وزیرستان سیمو کې دناامنۍ دپېښو پرضد ولسي خلکو سخت احتجاجونه هم کړي دي اؤ په رسنیو داسې دعوې هم مخې ته راغلي چې ګنې په سوات اؤ دیر سیمو کې یو ځل بیا طالبان منظم شوي اؤ دګزمو کولو ترڅنګ یې خلکو نه قلنګونه اخستل هم پیل کړي‌ دي.

خو دپاکستان پوځ تیره اوونۍ پخپل یو بیان کې ویلي دا دعوې له مبالغې ډکې بللې وې اؤ ویلي یې وؤ چې دسوات اؤ دیر دغرونو په سرونو یو څه وسله وال(طالبان) لیدل شوي خو ویلي یې وؤ چې هغوئ له ابادۍ ډير لري دي.

پوځ دعوه کړې وه چې دخلکو حفاظت لپاره به هر رقم ګامونو ته چمتو پاتې شي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG