لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې‌ په ټي وي چینلو د عمران خان په ژوندۍ وینا خپرولو بندیز لګول شوی


دپاکستان دپخواني وزیراعظم اؤ تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان لخوا داسلام اباد پولیس مشرانو اؤ یوې ښځینه مجسټریټې ته له ګواښونو کیدو وروسته پاکستان کې دمیډیا د څار دولتي ادارې پیمرا د ټي وي په ټولو چینلو د عمران په ژوندۍ یا نیغ په نیغه وینا خپرولو بندیز لګولی دی.

پیمرا پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې عمران خان پرله پسې په ریاستي ادارو بې اساسه تورونه لګوي اؤ د ریاستي ادارو اؤ افسرانو پرضد دهغه بیانونه د ایین د۱۹مې مادې پرضد دي.

تحریک انصاف ګوند دپیمرا دې ګام ته خپل غبرګون کې وایي عمران خان خلکو ته د ویرې دبتانو ماتولو شعور ورکړی دی اؤ څوک چې دخلکو ویرولو دلارې حکومت کول غواړي هغوئ دعمران خان نه ویریدلي اؤ دپیمرا په ذریعه دعمران خان په ویناګانو بندیزونه لګوي.

خو څېړونکي بیا وایي چې اصل ستونزه دنیغ په نیغه یا ثبت شوې وینا نه ده بلکې عمران خان چې خپلو ویناګانو کې دغدارۍ اؤ شرک کومې فتوې لګوي یا خلکو ته ګواښونه کوي په دغسې ویناګانو یا خو باید چې دعمران خان پرضد ګامونه واخستل شي یا دې د ټي وي چینلې دا باوري کړې چې دغسې الفاظ خپاره نه کړي.

تیره ورځ اسلام اباد کې دخپل ګوند د یو مشر شهباز ګل دنیول کیدو پرضد راجوړ شوې دتحریک انصاف ګوند یوې غونډې ته د وینا په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان داسلام اباد دپولیسو مشرانو اؤ یوې ښځینه مجسټریټې ته ګواښونه کړي وؤ چې هغوئ سره به ګوري.

عمران خان ویلي وؤ داسلام اباد دپولیسو د ایي جي اؤ ډي ایي جي اؤ دهغه مجسټريټې پرضد به قضیې دایروي چې دشهباز ګل ریمانډ یې ورکړی دی.

له دغې وینا سمدستي وروسته دبریښنایي رسنیو دڅار دولتي ادارې پیمرا دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یوه اعلامیه خپره کړه اؤ په هغې کې یې دهیواد دټي وي چینلو ته لارښوونه وکړه چې نورې به دعمران خان ژوندۍ ویناګانې نه خپروي.

پیمرا پخپله اعلامیه کې پخوانی وزیراعظم د ریاستي ادار په سپکاوي کولو تورن کړی اؤ ویلي یې دي چې دټي وي چینلې به د هغه ریکارډ شوي تقریرونه په څنډ سره دپیمرا دقوانینو په اساس خپروي ترڅو په دڅارنې اؤ ایډیټوریل کنټرول ممکن کړل شي.

دعمران خان دتیرې ورځې له وینا وروسته مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف ګوندونو پخپل یو ګډ بیان کې دتحریک انصاف دمشر د وینا غندنه کړې وه اؤ دا یې لاقانونیت اؤ بدمعاشۍ ته د ودې ورکولو یوه ناوړه هڅه بللې وه.

دایتلافي ګوندونو په بیان کې ویل شوي وؤ چې عمران خان یوه ښځینه مجسټریټه په نوم یاده کړې اؤ ګواښونه یې ورته کړي دي اؤ هم یې دپولیسو دمشرانو د ویرولو هڅه کړې ده چې دا دغندنې وړ عمل دی

دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله په ټویټر لیکلي وؤ چې عمران خان مجسټریټې اؤ‌ پولیسو ته کوم ګواښونه نیغ په نیغه کړي دي هغه ټولې دنیا لیدلي اؤ اوس به عمران خان پخپلو دې ګواښونو دقانوني کاروایي سره مخ کیږي.

خو پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا د عمران خان دغه وینا دقام د ویرې ختمولو په نوم بللې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت عمران خان نه په ویره کې دی ځکه پرې دپیمرا دلارې بندیزونه لګوي.

دتحریک انصاف په تیر حکومت کې پخواني مرکزي وزیر مراد سعید په ټویټر لیکلي عمران خان خلکو ته د ویرې دبت ماتولو اګاهي ورکړې ده اؤ کوم خلک چې د ویرولو دلارې حکومت کول غواړي هغوئ عمران خان نه په ویره کې دي اؤ دپیمرا دلارې پرې بندیزونه لګوي.

مراد سعید ویلي "د دوي(مرکزي حکومت)طاقت یوازې د ویرې په جوړولو قایم دی اؤ زړه ورپاکستانیان اوس دا بت ماتوي"

په ټیلي چینلو دعمران خان په ژوندۍ وینا دبندیز نه وروسته پاکستان تحریک انصاف ګوند په ټولنیزو رسنیو خپلو فعالینو ته اطلاع ورکړې ده چې اوس اوس به دعمران خان وینا اوریدلو لپاره دتحریک انصاف ګوند یوټیوب چینل ته مخه وکړي.

خو وتلي څېړنګار اؤ دپیمرا پخوانی چیرمین ابصار عالم بیا وایي چې نیغ په نیعه، ریکارډ شوې یا هذف شوې وینا ښودل اؤ نه ښکودل اصل ستونزه نه ده.

دابصار عالم په وینا اصل ستونزه ګواښونه،کنځلې،دغدارۍ اؤ شرک فتوې اؤ دخلکو د ژوند اؤ عزت په خطره کې داچوونکو لفظونو خپرولو ده،

په ټویټر ابصار عالم لیکلي یا خو دې دعمران خان پرضد کارروایي وکړل شي یا دې د ټي وي چینلې دا باوري کړي چې دغسې لفظونه خپاره نه کړي.

پاکستان کې دې نه وړاندې هم وخت په وخت دبیلابیلو سیاسي مشرانو د ویناګانو په ټیلي ويژن خپرولو بندیز لګول شوی چې هغې کې دهیواد پخوانی پوځي امر جنرال پرویز مشرف، پخوانی وزیراعظم نوازشریف اؤ د ایم کیو ایم دجلا وطنه مشر الطاف حسین نومونه دیادولو وړ دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG