لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان:"ټوپک واله مخلوق" له مذاکراتو اؤ تړون پرته قبایلي سیمو ته څنګه راوګرځېدو؟


افغانستان کې د طالبانو د حکومت طرفدار اؤ پاکستان کې دطالبانو مخالف دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې دپاکستاني طالبانو خوځښتونو ته خپل غبرګون کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې "دټوپک واله مخلوق پرته له مذاکراتو اؤ تړون قبایلي سیمو ته څنګه راوګرځیدو؟"

دخیبر پښتونخوا حکومت اؤ پوځ په دې وروستیو کې واضحه کړې ده چې حالات یې په قابو کې دي اؤ دپښتونخوا بیلا بیلو سیمو ته یو ځل بیا د طالبانو د راګرځېدو اوازې یوازې پروپیګنډه ده خو دپاکستاني طالبانو تحریک وایي چې دوئ دپاکستان په ټولو سیمو کې موجودیت لري.

تیره ورځ پېښور کې دخپل ګوند عمومي مجلس ته خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي چې ولس بې وسلې اؤ بل اړخ(طالبان) مسلح دی .

هغه ویلي دمذاکراتو خبرې وشوې خو پوښتنه داده چې دخبرو اؤ یوې معاهدې نه پرته وسله وال څنګه قبایلي ضلعو ته بیا راغلل؟

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې ده چې ګوند یې امن ته تیار دی خو وایي خپل تحفظ هم غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په قبایلي ضلعو شمالي وزیرستان اؤ باجوړ کې دمولانا فضل الرحمان دګوند جمعیت علماء اسلام ګڼ شمیر فعالین اؤ مشران په هدفي توګه وژل شوي چې ددغو وژنو پرضد شمالي وزیرستان کې دا مهال هم دیاد ګوند فعالین په احتجاج بوخت دی

په مولانا فضل الرحمان زیاتره ناقدین نیوکې کوي چې دافغانستان لپاره دټوپک په زور دشریعت نظام غواړي اؤ دغلته د طالبانو د واکمنۍ پلوي دی خو برعکس بیا پاکستان کې دټوپک پځائ د ووټ دلارې دیو جمهوري نظام غوښتونکی دی اؤ دپاکستاني طالبانو مقاومت سره مخالفت ښایي.

په دې وروستیو کې دپاکستان پوځ دافغان طالبانو په منځګړتوب دپاکستاني طالبانو تحریک سره دسولې خبرې پیل کړي دي اؤ دواړه خواوې په ډزبندۍ هم سلا شوي دي خو پاکستان کې سیاسي مشران،دبشري حقونو فعالین،خبریالان اؤ په کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول شوي ترهګریز برید کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ په دې مذاکراتو نیوکې کوي او وایي پوځ پخپل سر طالبانو سره د روغې جوړې واک نه لري.

پوځي مشرانو په دې وروستیو کې دپارلیماني غړو ته دبندو دروازو ترشا ټي ټي پي سره د روانو خبرو په اړه احوال هم تیر کړی دی اؤ تر دې ساعته دپوځ یا طالبانو ترمنځ د روانو خبرو کومه غوڅه نتیجه مخې ته نه ده راغلې.

څېړونکي وایي دکله نه چې پوځ د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات پیل کړي نو پاکستان کې ورسره سم دطالبانو فعالیتونه هم سیوا شوي اؤ حتی په ټولنیزو رسنیو تر دې حده دعوې شوې دي چې سوات اؤ دیر سیمو ته یو ځل بیا طالبان ننوتلي اؤ ګزمې یې شورو کړي دي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین تیره اوونۍ پېښور کې دعوامي نیشنل ګوند لخوا رابلل شوې قامي امن جرګې ته خپله وینا کې دعوه کړې وه چې مذاکرات روان نه دي بلکې شوي دي اؤ سیمې هم طالبانو ته سپارل شوې دي.

خو دپاکستان پوځ بیا په ټولنیزو رسنیو دطالبانو د واپسۍ دعوې بې ځایه بولي اؤ پخپل یو بیان کې یې واضحه کړې ده چې دغه دعوې له مبالغې ډکې دي چې یوازې دپروپیګنډې په توګه کیږي.

دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا داطلاعاتو په هکله معاون برسټر سیف هم تیره اوونۍ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې صوبه کې حالات په بشپړ ډول دکنټرول لاندې دي اؤ سوات اؤ دیر کې چې په دې وروستیو کې( دطالبانو د راپورته کیدو په اړوند) کوم وضعیت پیدا شوی ؤ په هغې قابو موندل شوې ده.

خو دپاکستاني طالبانو تحریک پخپل یو وروستي بیان کې بیا ویلي چې هغوئ اوس سوات یا دیر ته نه دي‌ راستانه شوي بلکې دا یې خپلې سیمې دي چې له وخته پکې پراته دي اؤ هم یې دا دعوه کړې ده چې دپاکستان له یو سره نیولې تر بله سره دهغوئ وسله وال شتون لري

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG