لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځينه قاضي او پولیس چارواکو ته د ګواښونو کولو په سر د عمران خان پرضد مقدمه درج کړی شوې


د پاکستان تحریک انصاف د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان پرضد د اسلام اباد په مارګله تاڼه کې د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې ده، تېره شپه د هغه د نيول کېدو خبرونه مخې ته راغلي چې پوليس يې نيسي او بيا تحریک انصاف ګوند د شپې په مهال احتجاجونه پېل کړي او د عمران خان نيولو ته یې رېډ لاين يا سره کرښه ویلي دي.

د شپې په ټولنيزو رسنيواو ځايي مطبوعاتو داسې ويل کېده چې عمران خان د بني ګاله [خپله کوره] څخه وتلی خو د شپې ناوخته نزدې درې بجې فواد چودري وويل چې هغه په بني ګاله کې دی.

په 20م اګست ماسخوتن په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد جوړه شوې مقدمه کې ويل شوي هم په دغه ماسخوتن عمران خان د اسلام اباد په اېف ناين پارک کې د خپل ګوند احتجاجي غونډې ته په وېنا کې ويلي، "شرم وکړئ، ايي جي [د پوليسو مشر] او ډي ايي جي [د پوليس دوېم لوړ پوړی مشر] تاسو نه پرېږدو په تاسو مقدمه کوو او مجسټرېسټ [قاضي/ جج] صاحبه زېبا ته هم تیاره شه ستا خلاف هم ګام پورت کوو".

په مقدمه کې ویل شوي عمران خان چاوراکو ته ګواښونه کړي چې له امله يې په پوليس او عدليې په چارواکو او خلکو کې ويره خوره شوې ده.

د عمران خان د بيان وروسته د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو عمران خان به نيول غواړي.

او د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، "پوليس خپله زمه وار ترسره کوي او چې څوک هم ګواښونه کوي يا تورونه لګوي پرضد به يې قانوني چلند کيږي".

عمران خان په 20م اګست احتجاج د خپل نيول شوي وياند شهباز ګِل د نيولو او په هغه د تورن تشدد پرضد کولو.

شهباز ګِل د پوځ پرضد او په پوځ کې د بغاوت جوړولو په تور په نهم اګست د اسلام اباد پولیسو نيولی په هغه مقدمه درج کړی شوې او عمران خان تور لګولی وو چې په ګِل سخت بدني او جنسي تشدد شوی خو پوليسو او حکومت د عمران خان دغه تور رد کړی وو.

وروسته د بشري حقونو دپاره کار کوونکې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل د سويلي اسيا څانګې ويلي وو، د شهباز ګِل وکيلانو چې تورونه لګولي چې په ګِل تشدد شوی، اداره په دې اندېښنه لري او د دغو تورونو د سمدستي، موثره او بې طرفه پلټنو کولو غوښتنه يې کړې وه.

عمران خان تيره شپه د راولپنډۍ په لیاقت باغ کې هم جلسه کړې او په دغه جلسه کې يې هم تورونه لګولي دي.

د شهباز ګِل د نيولو او په هغه د تورن تشدد کولو خبرې ته په مطبوعاتو د ډېر ځای ورکولو په سر په ټولنیزو رسنيو پوښتنې راولاړې شوې وې چې يو تن چې د عمران خان وياند دی هغه ته په مطبوعاتو ډېر ځای ورکول کيږي او بل لور ته د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې د دغه تور په مقدمه کې بندي دی د هغه څوک نوم نه اخلي، امتیازي سلوک ورته ویل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG