لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې او د ونډو بازار غورځېدلی


د پاکستان د ونډو بازار يو ځل بيا غورځېدلی او د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې ده، د ګل/ دوشنبې په ورځ د ونډو بازار 440 درجې/ پواينټونه غورځېدلی او ډالر يوه روپۍ او 60 پېسې ګران شوی او يو ډالر 216 روپو او 25 پېسو ته رسېدلی دی.

اقتصاد پوهان وايي په ملکي کچه د مخ په زياتي سياسي غېر يقيني حالاتو او د مرکزي بېنک لخوا د سود په شرح کې د اضافي د خبرونو وروسته د ونډو بازار غورځېدلی او پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې ده.

خو د مرکزي بېنک لخوا د ګل/ دوشنبې په ورځ [22 اګست] خپره شوې اعلاميه کې شوي چې د سود شرح به 15فيصده په ځای وي بدلون پکې نه دی شوی.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د سياسي بې ثباتۍ او په درامداتو د بندېزونو ختمولو سره د روپۍ قدر راکم شوی، ډالر ګران شوی او د ونډو بازار غورځېدلی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په ملک کې د روپۍ بې قدره کېدل او د ونډو د بازار د غورځېدو تر ټولو غټه وجه د تیرو شپږو مياشتو راهسې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونې نه دي شوي او بهرنۍ پانګونې په ملک کې د سياسي ثباتۍ له سببه نه دي راغلي.

هغه وويل، تيره اوونۍ حکومت په درامداتو لګولي هغه بنديزونه ختم هم کړل د کوم له امله چې درامدي بل راکم شوی وو د پاکستان نه غېر ملکي کرنسي بهر ته ووځي او بله دا چې د پاکستان حکومت د بهر نه راتلونکو پاکستانيانو ته ويلي دي چې خپل د بېنکونو اکاونټونه دې ښکاره کړي د هغې له امله غېر ملکي زرمبادله هم پاکستان ته نه راځي او پاکستانۍ روپۍ د فشار ښکار ده.

د پاکستان د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه د اوونۍ په لومړۍ کاروباري ورځ [ ګل په ورځ] د ونډو په بازار کې د کاروباري د سر په 100 کمپنو کې 460 درجې کاروباري کمی راغلی دی.

د وېب پاڼې ترمخه د اوونۍ لومړۍ کاروباري ورځ په 43256 پواينټونو پېل شوې او په 42826 پواينټونو باندې بند شوی وو او د ونډو د بازارپه کاروبار کې په مجموعي ډول يو فيصد کمی شوی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه سجاد احمد وايي، د مرکزي بېنک د سود د شرحې د نوې پاليسۍ د اعلان له امله په کاروباريانو کې اندېښنه وه چې هسې نه د سود شرح نوره سېوا شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ نه علاوه د نړیوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] پروګرام هم لا نه دی منظور شوی او دا اقتصادي بحران به د روانې میاشتې تر اخرې پورې روان وي څو پورې چې مالياتي ادارې په 29م اګست پاکستان ته د پور پروګرام نه وي بحال کړی يا يې منظوري نه وي ورکړي.

د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرحه په 15فیصده برقراره ساتلې او ويلي يې دي چې په نړيوال مارکيټ کې قيمتونه راکم شوي او د ملک دننه د توقع ترمخه ګراني په قابو کې ده.

ويل شوي د تير کال ستمبر راهسې تر اوسه پورې د مرکزي بېنک لخوا د سود په شرح 8.2فيصده زياتوالی شوی چې د مخ په زیاتي ګرانۍ او کرنټ اکاونټ خسارې کنټرول ترلاسه کړي.

د پاکستان د شمېرنې ادارې [بېورو اف سټېټسټک] ویلي، په جولایۍ کې میاشتنۍ ګراني 24.9فيصده ته رسېدلې او د امروزه خوراکي څيزونو په بيعو کې د کليزې ګرانۍ رفتار د 42 فيصده نه هم زیات شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG