لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عدالت د سپکاوي مقدمه کې اسلام اباد هایکورټ عمران خان وربللی دی


Imran Khan
Imran Khan

اسلام اباد هايکوټ یوې ښځينه قاضي ته د ګواښونو پسر دپخواني وزير اعظم عمران خان خلاف د عدالت د سپکاوي په تور کارروايي لپاره عمران خان ته د اګست دمياشتې په ٣١مه یاد عدالت ته حاضريدو حکم کړى دى.

بل اړخ ته د عمران خان تحريک انصاف ګوند د اعلا عدليې څخه غوښتي چې د انصاف تقاضه ده چې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند لخوا عدليه مخالفه بيانونو باندې هم کارروايي وشي.

داسلام اباد هایکورټ درې کسيزه بينچ کې شامل جسټس محسن اختر کياني د عمران خان لخوا ښځينه قاضي ته ګواښونه سنګينه معامله ګرځولې او زياته یې کړه يو تن چې د هيواد لویې ليډر وي او د وزير اعظم په منصب هم پاتى شوى وي دوي د هغه نه دداسې بيان هیله نه کوله.

جسټس کياني وويل که په دې کارروایي نه کيږي نو راتلونکي کې به هر يو تن قانون لاس کې اخلي، عدالتونه به نه مني او پخپل سر به فيصلى کوي.

عدالتي پريکړې ته غبرګون کې ميډيا سره دخبرو په وخت دتحريک انصاف پخواني مرکزي وزير ښاغلي اعظم سواتي ويلي عمران خان به هايکوټ ته حاضريږي او د دوي قانوني ماهرين به دهغه دفاع کوي.

هغه وويل که ټولو ته په يو نظر کتلى کيږي نو پکار ده چي د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند قيادت لخوا د اعلى عدلييه په ضد بيانونو دى هم نوټس واخستى شي او قانوني کارواي دى وشي.

تيره اوونۍ د اسلام اباد ښځينه قاضي زيبا چوهدري د بغاوت په تور نیول شوی د عمران خان نزدې ملګرى شهباز ګل د دوؤ ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلى ؤ او پخواني وزير اعظم عمران خان ددغه فيصلى پسر زيبا چوهدري ته د سختو نتيجو سره دمخ کيدو دړکه کړې وه.

قانون پوهه او دسپريم کوټ بار پخوانى صدر لطيف اپريدی د عمران خان دغه دړکو باندې ټکونه کوي او دا د عدليې د خپلواکې په ضد بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کي لطيف اپريدي وويل عمران خان زنانه قاضي په نوم مخاطب کړې او هغې ته ېې ګواښونه کړي نو که په دې هايکوټ کارروايي نه کوي نو بيا به یې کله کوي؟

سپريم کوټ بار او د هيواد په کچه د وکيلانو بل لویې تنظيم پاکستان بار کونسل د اسلام اباد هايکورټ د پريکړې مرسته کړې ده خو د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکى بل يو قانون پوهه بيرسټر علي ګوهر د وکيلانو د تنظيمونو د مشرانو دغه بيانونه سياسي بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې بيرسټر ګوهر وويل د عدالت د سپکاوي معامله د عمران خان او هايکورټ ترمنځ ده او په قانوني توګه دې کې بل کوم فريق کار نه لري.

هم تيره ورځ اسلام اباد هايکورټ د ترهګرۍ په مقدمه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان ضمانت منظور کړى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG