لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له اوکراین سره نوره درې بیلینه ډالره مرسته کوي


واشنګټن - ټاکل شوې ده چې امریکا به له اوکراین سره د درې بیلینه ډالرو په ارزښت د نورې اوږد مهاله پوځي مرستې اعلان وکړي.

امریکايي چارواکو اسوسېټېډ پریس ته ویلي، چې دغه مرسته به د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان شي.‌

امریکايي ‌چارواکي ويلي، په دغو پیسو به د ډرونونو،‌وسلو او د جګړې کرښې لپاره د نورو پوځي وسایلو لپاره قراردادونه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې په رسانو باندې باید فشار زیات کړل شي تر څو له اوکراین څخه خپل ټول سرتیري وباسي.‌

بل پلو د اوکراین پوځ ویلي،‌ په اوکراین د روس د یرغل راهیسې یعنې په تېرو شپږو میاشتو کې نېږدې ۹۰۰۰ اوکرایني سرتیري وژل شوي.

دا لومړی ځل دی چې د اوکراین پوځي چارواکي په جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتیرو د شمېر په اړه معلومات ورکوي.

همدارنګه ملګروملتونو هم تایید کړې ده چې د اوکراین په جګړه کې د فېبرورۍ له ۲۴ راهیسې تر ۵۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې هم د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وو چې لږ تر لږه ۹۷۲ ماشومان د اوکراین په جګړه کې مړه یا ژوبل شوي دي خو وايي، ریښتینی شمېر ښايي تر دې ډېر زیات وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG