لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بارانونه: د کورونو غورځېدو په پېښو کې نور لس تنه مړه شوي


پاکستان کې د بارانونو له امله د کورونو غورځېدو په پېښو کې نور لس تنه مړه شوي، د جون د میاشتې راهسې په ملک د روانو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېره 830 ته رسېدلې ده. بل لور ته د موسمياتو محکمې د 26 اګست پورې په ملک کې د نورو بارانونو کېدو، سېلابونو راتلو او غرونو ښوېدو امکان څرګند کړی دی.

د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] په وېب پاڼه د ورکړي رپورټ ترمخه په تير شوا روز کې په خېبرپښتونخوا او سيند صوبه کې لس تنه مړه شوي دي.

ويل شوي د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک کې د کورونو غورځېدو په پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي او 33 کسان نور ژوبل شوي دي، او په سيند صوبه کې په سکهر، جېکب اباد او دادو سيمو کې هم اته ماشومان د کورونو غورځېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د روانو بارانونو او سېلابونو له امله په بېلابيلو پېښو کې ټول 830 کسان مړه شوي دي، په مړه شوو کې 337 نارینه، 313 ماشومان او 180 ښځې شامل دي.

د رپورټ ترمخه تر ټلوو زیاتې مړينې په سيند صوبه کې شوي 239 کسان مړه شوي او بيا 225 کسان په بلوچستان صوبه کې مړه دي، خېبرپښتونخوا کې 168 او پنجاب کې 151 تنه مړه شوي دي.

ويل شوي د 14 جون راهسې په ملک کې دوه لکه 88384 کورونه په مکمله توګه وران شوي او یو لک 24842 ته تاوان اوښتی دی، 2886 کلوميټره سړکونه او په لکونو اېکړه د کر کروندې/ زرعي ځمکې اغېزمنې شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم په ملک کې په مخورو شتمنو خلکو د بارانونو او سېلاب ځپلو دپاره د مرستو غږ کړی او اړونده مرستندويه ادارو ته یې د ښېګړې او بيا بحالۍ د کارونو ګړندي کولو لارښوونه کړې ده.

نوموړي ويلي، حکومت به د سېلاب ځپلو د بحالۍ دپاره د مرستو غونډه راجوړوي او نړیوالو ادارو ته به د سېلابونو د تباهۍ په اړه احوال تېروي.

بل لور ته د موسمياتو محمکې په ملک کې د 23 اګست نه تر 26 اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [23 اګست] د موسمياتو محکمې ويلي، د 23 نه تر 26 اګست پورې په سيند صوبه، جنوبي پنجاب او جنوبي او شمال ختيځ بلوچستان کې د بارانونو امکان دی.

ويل شوي د 23 اګست د شپې نه تر 26 اګست پورې په خېبرپښتونخوا، پنجاب، کشمير او ګلګت بلتستان کې د تيزو هواګانو سره په ځینو ځايونو کې د تيز باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله په ممکنه توګه د سېلابونو راتلو، په ژورو مېداني علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو او په غرييزه علاقو کې د غرونو ښوېدو، او مسافرو ته او سېلانيانو ته د سفر په مهال د احتياط کولو ويلي دي.

د ممکنه بارانونو له امله د سيند صوبايي حکومت نن په 24 او سبا په 25 اګست په ټوله صوبه کې په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG