لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ای شهباز ګِل وایي په بند کې پر جنسي غړو د بجلۍ کرنټونه ورکړل شوي


واشنګټن ـــــ د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر شهباز ګِل چې د بغاوت په تور دوې اوونۍ مخکې نیول شوی پرون په لومړي وار له رسنیو سره خبرې کړې او تور یې پورې کړی چې د پولیسو په بند کې ده ته د اذیت او ځور ورکولو پر وخت یې جنسي غړو ته د بجلۍ کرنټ ورکړل شوی دی.

د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان نیژدې ملګری شهباز ګلِ د شورو- چارشنبې په ورځ د اسلام اباد یوه عدالت ته وړاندې شو او وروسته یې د یو خبریال پوښتنې ته په داسې وخت جواب ووایه چې پولیسو روان کړی وو.

شهباز ګلِ هغه تورونه سم وګڼل چې عمران خان او ګوند یې څو ورځې مخکې لګولي وو او ویلي یې وو چې پر هغه په پولیس تاڼه کې تشدد شوی او په جنسي توګه ځورول شوی دی. شهباز ګلِ خبریال مطیع الله جان ته وویل:

"دا خبره بېخي سمه ده، ماته زما د مخ پر جنسي غړو د بجلۍ کرنټ راکړل شو، دا ما د جنسي تشدد خبره کوله، زما پر تناسي آله او خایو د بجلۍ کرنټ راکړل شو او هغه تشدد راباندې وشو چې زه د یو چا خلاف هم هر رنګه بیان ورکړم".

د شهباز ګِل دغو تورونو ته سمدستي د اسلام اباد پولیسو یا مرکزي حکومت څه جواب نه دی ویلی، خو د شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي حکومت درې ورځې مخکې پر هغه د تشدد او د هغه د ځورولو تورونه رد کړي وو.

د بشري حقونو نړیوال سازمان د اګست پر 23مه په یو بیان کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې وایي په پاکستان کې د تېرو حکومتونو په وخت د سیاسي مخالفینو د ځورولو او له هغوی سره د ناوړه چلند «باوري رپوټونه» یې تر لاسه کړي دي.

دې سازمان په خپل رپوټ کې د تحریک انصاف ګوند په حواله لیکلي، چې د آکسیجن د کمي له وجه شهباز ګِل ته د علاج اسانتیا هم نه وه ورکړل شوې.

ایچ آر ډبلیو غوښتنه کړې د شهباز ګِل د تورونو په اړه دې سمدستي ازادې او صفا پلټنې وشي.

د بشري حقونو سازمان په پاکستان کې د بغاوت پر تورونو هم پوښتنې را پورته کړې دي‌ او وایي "د پاکستان د بغاوت قانون- چې د استعماري زمانې د انګرېزانو د دفعو په بنیاد جوړ شوی- ډېر مبهم او پراخ دی او اکثر د سیاسي مخالفینو په خلاف کارول شوی دی".

د بشري حقونو د څار سازمان د شهباز شریف له حکومته غوښتي، سمدستي دې د اذیت او ځور په ضد قانون- چې قومي اسمبلۍ د اګست په لومړۍ نېټه منظور کړی- په سېنټ کې هم تایید کړي، وایي له دې سره به پر تورنو کسانو د پلټنو په وخت «د پاکستاني امنیتي ادارو» اذیت او ځور ختم شي.

د تحریک انصاف ګوند بندي مشر شهباز ګِل د اګست پر نهمه نېټه وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن «اې آر وای» سره یې په خبرو کې په پوځ باندې تورونه ولګول او ویې ویل چې پوځي افسران باید هغه حکمونه ونه مني چې د عامو خلکو په زیان وي.

تر هغه وروسته د پاکستان د الیکټرانیک مېډیا د انتظام سرکاري مرکزي ادارې «پېمرا» په هېواد کې د اې آر وای ټیلیویژن پر خپرونو بندیز ولګاوه او ویې ویل چې دې رسنۍ د پېمرا د اصولو او د پاکستان د آیین له 19مې مادې سرغړونه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وروسته له هغه چې څلور ورځې وړاندې یې په پولیس تاڼه کې د شهباز ګِل د ځورونو تورونه ولګول، د پایتخت اسلام اباد په ګډون یې د ملک په لویو ښارونو کې سترې احتجاجي جلسې وکړې.

د عمران خان په ګډون د تحریک انصاف ګوند مشرانو تور پورې کړی وو چې پر شهباز ګلِ جنسي تشدد شوی او پر ټولنیزو رسنیو یې یوه وېډیو خپره کړې وه چې پکې یو تن پر سټرېچر لوڅ پروت او د شا له خوا په وینو سور ښکارېده، خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر مریم اورنګزېب دا وېډیو جعلي او زړه وبلله.

عمران خان د تېرې شنبې- خالي په ورځ په اسلام اباد کې احتجاجي غونډې ته وویل، چې د اسلام اباد پولیسو د مشرانو (ای جي او ډي ای جي) او ښځینه مجسټریټ زېبا په ضد به په سپریم کورټ کې مقدمه درج کړي.

خو د پاکستان مرکزي حکومت د عمران خان په ضد د ترهګرۍ په بنیاد مقدمه درجه کړه او وایي هغه د پولیسو مشرانو او یوې ښځینه قاضي ته ګواښ کړی دی، خو د تحریک انصاف ګوند مشران د ګواښونو تورونه نه مني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG