لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "ورلډ پيس اېوارډ" ګټونکي افغان خپله د سولې جايزه د تعلیم څخه محرومه جينکو په نوم کړې ده


د افغانستان سره تعلق لرونکي صبور شاه چې د سويډن د سټاکهوم ورلډ پيس اېوارډ یا د سولې جايزه ګټلې، ويلي يې دي، "زه غواړم خپله جایزه هغه انجونو ته وقف کړم چې د زدکړو تږې دی خو له اساسي بشري حقوقو څخه منه شوي دي".

د وي او اې اردو څانګې ترمخه د صبور شاه تعلق د افغانستان د ننګرهار ولايت/ صوبې سره دی او روانه اوونۍ ورته دغه جايزه په سويډن کې ورکړی شوې ده.

د سويډن دغه سټاک هوم د سولې جايزه هر کال هغه چاته ورکول کیږي چا چې د سولې د ودې دپاره کار کړی وي.

په افغانستان کې د خېرښېګړې خېراتي ادارې [بن داود فاونډېشن] مشر صبور شاه خپله جايزه په داسې حال کې د تعليم څخه محرومه افغان جينکو په نوم کړې چې تېر کال په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي د جينکو د ثانوي درجې سکولونه يې تړلي دي.

تير کال په 23 مارچ طالبانو د افغانستان په یخو سیمو کې د هلکانو او جېنکو د ثانوي درجې سکولونه د اوو میاشتو وروسته خلاص کړي وو، او ګڼ شمېر جينکۍ چې سکولونو ته ورغلې خو لا دوی خپل درسونه پېل کړي نه وو چې سکولونو ته امر وشو د شپږم ټولګي نه بره جینکۍ دې بېرته کورونه ته ولېږل شي.

د امریکې، برتانیې، کېنېډا، فرانس، اټلي او ناروی د بهرنيو چارو وزارتونو په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دغه پرېکړه غندلې چې د جينکو دپاره یې سکولونه/ ښوونځي تړلي او د طالبانو نه يې غوښتي چې خپله پرېکړه بيرته واخلي او سکولونه پرانيزي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه صبور شاه تير کال د اګست په مياشت کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د افغانستان څخه وتلی او پولېنډ ته تللی وو.

د جايزه ګټلو وروسته هغه په خپله فېس بک پاڼه ليکلي، "ستونزې او مشکلات د ژوند غوښنه برخه ده، مقاوم کلک یوازې د ستونزو د هواري په لټه کې نه وي بلکې،ستونزو ته د ماتې ورکولو په لټه کې وي".

نوموړي ويلي په افغانستان کې د کډوال په حېث اوسېدو باوجود يې د تير کال راهسې د لسګونوافغانانو د خوراک او نورو اړينو توکيو په برخه کې مرستې کړي دي.

صبور شاه داودزي چې بن داود فاونډېشن په کال 2017 کې جوړ کړی، په 2019 هغه د سولې د جايزې دپاره نومول شوی خو په ننګرهار کې په يوه بم چاودنه کې د ژوبلېد له امله هغه په دغه ګډون کې ګډون نه وو کړی.

د نوموړي په خبره، "که نن هم راته يقين وشي چې په افغانستان کې خطره نه لرم يا کوم کار چې به ما وړاندې هلته کولو يا اوس يې د پولېنډ نه کوم او هلته د اظهار رايې ازادي وي نو زما په څېر ګڼ افغانان خپل وطن ته ستنېدل غواړي".

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف ويلي چې په افغانستان کې جينکۍ د ثانوي تعليم د حق نه محرومول د هېواد په داخلي ناخالصو توليداتو يا په جي ډي پي کې د 2.5 فيصده کموالي سبب ګرځېدلی دی.

ادارې ويلي، که چري موجوده درې ميلينه جينکو د خپل ثانوي تعليم بشپړولو وروسته ملازمتونه پېل کړي وای نو جينکو او مېرمنو به د هېواد په معيشت کې 5۔4 بيلينه ډالره برخه اچولې وه.

او د بخښنې نړیوال سازمان یا اېمنسټي انټرنشنل نه یوازي دا چې طالب چارواکي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو د تحفظ په برخه کې پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې تشدد یې نور هم زیات کړی دی.

ادارې ويلي چې طالبانو په افغانستان باندې د خپلې قبضې راهیسي د افغان ښځو او جینکو بنیادي حقونه د پښو لاندې کړي، ګڼ شمېر خلک یې بندیوان کړي، ځورولي یې دي، زیات کسان لادرکه شوي او آن وژلی شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت وياند دغه رپورټ ته پروپېګنډا ویلي دي.

  • 16x9 Image

    نیلوفر مغل

    نیلوفر مغل په واشنګټن کې د وایس آف امریکه خبریاله ده چې په مختلفو پلېټفارمونو خبرونه او رپوټونه برابروي. تاسو کولی شئ هغه په فیسبوک او ټوېټر فالو کړئ. 

    Facebook

    Twitter

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG