په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران پرضد جوړه مقدمه کې عبوري ضمانت منظور کړو او د لومړي ستمبر پورې يې د هغه د نه نيولو حکم وکړو.
عمران خان نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [25 اګست] په خپله عدالت ته حاضر شو.
عدالت نن د عمران خان ضمانت د يو لک روپو په مچلکو منظور کړو، او پوليس او مدعي ته يې نوټس جاري کړو. د عمران خان پرضد د مقدمې خواست د مجسټرېټ اسلام اباد صدر علي جاوېد په خواست در ج شوی وو.
شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د عمران خان ضمانت د منظورېدو په اړه وویل د ترهګرۍ ضد عدالت په لومړۍ پېشۍ کې پخواني وزیراعظم ته ضمانت ورکړو خو جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تېرو قریباً دوو کلونو راهسې په زندان کې دی.
محسن داوړ وویل "په پاکستان کې ډومېسایل (د سکونت سند) اهمیت لري. دا یو داسې حقیقت دی چې پښتانه او په دې ملک کې نور زورول شوي قومونه پې ښه پوهه دي."
په 20م اګست عمران خان د اسلام اباد په اېف ناين پارک کې د خپل ګوند احتجاجي غونډې ته په وېنا کې پوليس افسرانو او يوې ښځينه ججې/ قاضي ته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "شرم وکړئ، ايي جي [د پوليسو مشر] او ډي ايي جي [د پوليس دوېم لوړ پوړي مشر] تاسو نه پرېږدو په تاسو مقدمه کوو او مجسټرېسټ [قاضي/ جج] صاحبه زېبا ته هم تياره شه ستا خلاف هم ګام پورت کوو".
او بيا هم په 20م اګست ماسخوتن په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي وو عمران خان چاوراکو ته ګواښونه کړي چې له امله يې د پوليس او عدليې په چارواکو او خلکو کې ويره خوره شوې ده.
د عمران خان د بيان وروسته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو عمران خان به نيول غواړي.
او د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، "پوليس خپله زمه وار ترسره کوي او چې څوک هم ګواښونه کوي يا تورونه لګوي پرضد به يې قانوني چلند کيږي".
او بيا په 22 اګست د اسلام اباد هايکورټ عمران خان ته د درېو ورځو حفاظتي منظور ورکړی وو.
نن د عمران خان عدالت ته وړاندې په مهال د اسلام اباد د جوډيشل کمپليکس نه بهر د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي او د پوليسو ډېر اهلکار په ځای کړی شوی وو.
د عمران خان عدالت ته تلو نه وړاندې د پاکستان تحریک انصاف په ټویټر ویل شوي وو،
"که عمران خان نيول کيږي، بهر راووځئ او په بله ورځ ځان اسلام اباد ته ورسوئ دا د ګوند د طرفه ښکاره لارښوونه ده".
د عمران خان پرضد په 22 اګست د اسلام اباد په ابپاره تاڼه کې بله مقدمه هم درج شوې وه.
په مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند 18 مشران غړي نومول شوي چې پکې مخکني وزيران هم شامل دي، په دوی د سرکاري اهلکارو د حکم نه منلو، د سرکاري اهلکارو په ډيوټۍ کې خنډانو جوړولو، او ګواښونو کولو سره د لاوډ سپيکر د غلط استعمال او 144 مادې د سرغړونې لاندې دا مقدمه درج شوې وه.