د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې د مقدمې درج کېدو وروسته په پنجاب صوبه کې د ملک د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پرضد هم د ترهګرۍ سره نورو مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.
د پنجاب صوبې د کورنيو چارو وزیر ريټايرډ کرنل محمد هاشم په ټويټر ويلي،
"نن د ګجرات په تاڼه کې د رانا ثناالله پرضد د عدليې او سرکاري افسرانو ويرولو او ګواښونو خلاف پوليسو مقدمه درج کړې ده، سخت تورونه پرې لګېدلي، د ايين او قانون لاندې به کارروايي په عمل کې راوستلی شي".
نوموړي د يادې مقدمې کاپي خپره کړې چې پکې ليکل شوي "شهکاز اسلم نومې تن د انډسټريل سټېټ فېز 2 تاڼې ته خواست کړی چې په 21 اګست يې د نورو کسانو سره په جيو ټيلي ويژن د رانا ثناالله دوه زړې ويډيوز کتلي چې پکې هغه د پاکستان د عدليې ګېرولو د اييني کار د مخنیوي کولو او سرکاري ملازمينو ته د ګواښونو کولو او د هغو بچو ته د وژلو ګواښونه شوي دي".
ياده مقدمه د ترهګرۍ د مادې [7ATA] سره سرکاري ملازمين د خپلې دندې نه منع کولو، په سرکاري کار کې خنډ اچولو، سرکاري ملازمينو ته د زخمي کولو ګواښ د مادو لاندې درج کړی شوې ده.
د پنجاب صوبې د وزیراعلا پروېز الهي زوي چې د مسلم ليګ ق د قومي اسمبلۍ ممبر هم دی هغه په ټویټر ليکلي،
"رانا ثناالله زمونږ د وزیر اعظم عمران خان پرضد د دروغو مقدمه جوړوله، اوس ستا خلاف د پاکستان ولس رښتونې مقدمه جوړه کړه، زر به ونيول شي".
په پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ ق پروېز الهي د پاکستان تحريک انصاف د اتحادي حکومت وزیراعلا دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله باندې دا مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې په 20م اګست ماسخوتن په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي وو عمران خان چاوراکو ته ګواښونه کړي چې له امله يې په پوليس او عدلې په چارواکو او خلکو کې ويره خوره شوې ده.
د عمران خان د بيان وروسته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو عمران خان به نيول غواړي.
پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ [25 اګست] په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران پرضد جوړه مقدمه کې عبوري ضمانت منظور کړی او د لومړي ستمبر پورې يې د هغه د نه نيولو حکم کړی وو.
دغه مقدمه وروسته له هغې درج شوې چې په 20م اګست عمران خان د اسلام اباد په اېف ناين پارک کې د خپل ګوند احتجاجي غونډې ته په وېنا کې ويلي پوليس افسرانو او يوې ښځينه ججې/ قاضي ته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "شرم وکړئ، ايي جي [د پوليسو مشر] او ډي ايي جي [د پوليس دوېم لوړ پوړي مشر] تاسو نه پرېږدو په تاسو مقدمه کوو او مجسټرېسټ [قاضي/ جج] صاحبه زېبا ته هم تياره شه ستا خلاف هم ګام پورت کوو".
او بيا هم په 20م اګست ماسخوتن په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي وو عمران خان چاوراکو ته ګواښونه کړي چې له امله يې په پوليس او عدلې په چارواکو او خلکو کې ويره خوره شوې ده.