لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرو پرضد د عملياتو دوامداره ساتلو لارښوونه کړې


corps commander conference
corps commander conference

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې "لارښوونه کړې چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي".

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د پوځ له قوله دغه خبر خپور کړی او ويلي يې دي د پاکستان پوځ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان پرضد د سخت چلند اشاره ورکړې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه په 25 اګست ترسره شوې د کور کمانډرانو په غونډه کې په بهرني او داخلي امنيت احوال وړاندې کړی شوی او ويل شوي پوځ دې په ملک کې په سېلابونو کې په امدادي عملیاتو توجه ورکړي.

په سوات کې د وسله واله ښکاره کېده

د پاکستان پوځ په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ پرضد عملياتو دوامداره ساتلو خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د سوات او دير په غرونو کې د وسله والو د ليدو خبرونه مخې ته راغلي وو.

په اتم اګست په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو او خلکو د احتجاج وروسته په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او په 13 اګست بيا پوځ هم ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي".

او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف بيا مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، "د سوات په ګډون په پوره ملاکنډ ډويژن کې پوره امنيت په ځای دی او په تيرو ورځو کې چې په سوات کې کوم حالات جوړ شوي د هغې په مکمله توګه مخه نيول شوې ده".

خو د پوځ د دې دعوې برعکس د پاکستاني طالبانو تحریک مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې ويلي وو چې دوی په سوات کې وخت له سره شتون لري.

د ټي ټي پي ډز بندي

د روان کال د مې د مياشتې په لومړو ورځو کې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ اعلان کړی وو او دغه ډز بندي وروسته د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو پېل کولو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې ده.

په داسې حال کې چې ډز بندي روانه ده د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو برخو کې د بدامنۍ پېښې کېدل هم دوام لري، چې پکې د زياترو بريدونو زمه واري څوک نه مني.

د بدامنۍ پېښې

يواځې په شمالي وزيرستان کې روان کال په پوځ څلور ځانمرګي بريدونه شوي اوپه دوېم اګست د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد يوې خبري غونډې ته ویلي وو چې روان کال په شمالي وزيرستان کې په بېلابيلو پېښو کې ټول 42 امنيتي عسکر وژل شوي چې پکې 37 پوځيان دي.

او سږ کال په سيمه کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې پکې زياتره په ميرعلې کې مخې ته راغلي دي، او په تېرو درېو مياشتو کې د هدفي وژنو او بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د ټي ټي پي سره مذاکرات، قلنګ او ګواښونه

د پاکستان حکومت ويلي د تير کال د اکتوبر د میاشتې راهسې د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي او په دغه لړ کې د طالبانو سره خبرو دپاره څو جرګې هم کابل ته تللي دي.

په وروستيو کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان تور لګولی چې په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند وزیراعلا او نورو وزیرانو طالبانو ته بهتې/ قلنګ ورکړی، او د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر محمدعلي سېف څوک چې د طالبانو سره د مذاکراتو په عمل کې شامل دی، دغه دعوې رد کړې وې خو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا منلې وه چې ټي ټي پي يې وزیرانو ته ګواښونه کوي.

عمران خان خان په 10 اګست مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو، "زه حېرانه یم چې هغه وخت چې ټي ټي پي فعاله وه نو ويل به يې چې د امریکا په ملګرو بريدونه کوو، نو دلته خو داسې حکومت دی چې هغه ازاد پاکستان غواړي نو هغه ولې په هدف کوي ما ته په دې کې هم يو سازش ښکاري".

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ په مذاکراتو کې تراوسه پورې کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

د امن دپاره احتجاجونه

د خېبرپښتونخوا په دير کې د تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسبملۍ په غړي ملک لياقت د بريد او په سوات کې د وسله والو د ښکاره کېدو د خبر وروسته په سوات او دير کې د امن دپاره احتجاجونه شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو قومي جرګې د امن دپاره پرلت د حکومت سره د مذاکراتو په مهال ځندول شوی خو اتمانزو ويلي که د حکومت سره یې خبرې ناکامه کيږي بيا به په احتجاج کښيني.

په عېن حال کې په باجوړ کې د 19 اګست نه د امن دپاره احتجاجي پرلت دوام لري او د بلوچستان په هرنايي کې هم احتجاجي ناسته روانه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG