لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سیاسي چارو ښځینه خبریالانې له مختلفو بریدونو سره مخ دي


واشنګټن ـــــ په ټویټر یوه لړۍ پیغامونو د پاکستان د سیاسي چارو یوې خبریالې غریده فاروقي ته یو ځل بیا ور په یاد کړل چې د زور زیاتي د کمپاین ښکار ده. نوموړې ته په ټویټر باندې د هېشټېګ سره د بدکارې کلمه کارول شوې او په دغه هېشټېګ د هغې پرضد د نفرت نه ډک په زرګونو نور ټویټس شوي دي.

غریده فاروقي وایس اف امریکا ته وايي چې د شپې يې دغه هېشټېګ لیدلی وو خو پروا يې ونه کړه ځکه هغې ویل دا به یو څو کسان وي خو سهار چې پاڅېده نو په پاکستان کې دا په ټویټر د سر ټرینډ جوړ شوی وو. معنا دا چې په ټویټر د هغې پرضد پیغامونه زرګونو ته رسېدلي وو.

انلاین حملې بوږنوونکې دي خو دا کوم لومړی ځل نه دی چې غریده فاروقي ورسره مخ شوې ده.د خبریالې په توګه په خپل شل کاله کار کې د پاکستان یو شخصي ټیلیویژن «نیوز ون جي فار غریده» پروګرام کوربتوب کوونکې د کلونو راهیسې انلاین د سپکو پیغامونو سره مخ ده.

یو غیر دولتي اداره په صحافت کې د ښځو خبریالانو ایتلاف یا سي ایف ډبلیو ای جې وايي په انلاین ټرولز یا انلاین په خپلو مخالفینو حملو کولو کې پاکستان د نړۍ په سر پینځو هیوادونو کې شمارل کیږي. دې ادارې په تېرو دوو کالو کې په ۱۳۲ هیوادونو کې په انلاین دهړکو باندې څېړنې کړې دي.

خبریاله غریده فاروقي
خبریاله غریده فاروقي

د سي ایف ډبلیو ای جې بنسټګره او مشره کرن نازش وايي زیاتره ښځینه خبریالانو په کلکو ژمنو خپل کار ته دوام ورکړی دی، خو وایي د ټرولز د دوی په صلاحیت منفي اغیز شته چې د ازاد صحافت لپاره یې وخت او وسایل راکم کړي دي.

د هیواد ښځینه خبریالانې په کثرت سره د جنس په اساس او د جنسي تېریو خطرې تجربه کړي دي.

نازش وايي که انلاین د مخالفینو حملې لرې کړی شي نو ته به څه ووینې؟ ښځینه خبریالانې به ازاد صحافت ته مخه وکړي او د انلاین بدنامۍ د خطر له ویرې پرته به سختې پوښتنې راپورته کړي.

د غریده فاروقي په پېښه کې په دې باندې انلاین حملې هغه وخت شورو شوې چې دې د پخواني وزیراعظم عمران خان د مشیر په نیولو خبرونه په ټولنیزه رسنیو شریک کړل او پرې لیکل یې وکړل. زیاتره حملې په دې باندې د هغو اکاونټونو نه وشوې کوم چې په ظاهره د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویان وو.

ټویټر په دې اړه ګام پورته کړو چې د دغو حملو مخه ونیسي خو تر دغه وخته ۱۲۸۰۰۰ نه زیات په هېشټېګ کې څرګند کړی شوی وو.

مېرمن فاروقي فکر کوي چې ددې ځورونو په شا د تحریک انصاف ګوند لاس لري. ددې وړاندې هم دې او نور ښځینه خبریالانو پاکستان کې یاد ګوند او حکومتي چارواکي په دې تورن کړي چې انلاین حملو ته خپل مرستیالان هڅوي او بیا په خپل ګوند نیوکې کوونکي ځوروي.

عندلیب عباس چې په پنجاب کې د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو سیکتره او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې ده، د انلاین حملو خبره مني چې یوه ستونځه ده خو وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مېډیا د ځورونو پلوي نه دی.

عندلیب عباس وایس اف امریکا ته وویل په ډیجیټل میډیا د تحریک انصاف ګوند لپاره کارکوږنکي ځوانان د زړه نه په خپله خوښه کار کوي خو د دوی کار د ځورونو نه علاوه د یاد ګوند لپاره نورې ډېرې هلې ځلې دي. دې وویل په میډيا د تعصبه ډکو ویناګانو دې پوښتنه وشي.

عندلیب عباس وايي دا چې ته ښځه یې نو چې څه غواړې هغه خبر کې وايې بیا به ددغې غبرګون هم خامخا راځي، نو د ښځې نوم دې کارول کیږي. کله چې ته یو اړخیزه خبر بیا بیا ورکوې او ته په دغې وپېژندل شې نو ارومرو به يې غبرګون راځي، کېدای شي دغه د هغې د یو مرستیال له اړخه وي او دا چې غبرګون یواځې ښځې ته نه بلکې د سړو په ضد هم کېدای شي.

کله چې فاروقي په کال 2014 کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سلو ورځو دهرنې خبرونه ورکول نو یاد ګوند ددې څخه خوشاله وو خو چې کال 2018 کې د تحریک انصاف ګوند په واک کې راغلی نو بیا د دوی رویه بدله شوه.

فاروقي وايي کله چې د تحریک انصاف ګوند په اپوزیشن کې وو او په حکومت یې سختې نیوکې کولې نو ورته دا فکر نه وو چې کله دوی واک کې راځي نو ورباندې به دغه ډول پوښتنې راولاړیږي او نیوکې به پرې کیږي.

نوموړې وايي د تحریک انصاف ګوند او د دوی پلویان په ټولنیزه رسنیو کرکجنه کمپاین د خبریالانو په ضد پیل کړو او دوی ته یې لفافه یا خرڅ شوي، غدار، بوټ پالشیان او نور بد نومونه ورکړل. وایي بیا د ښځو خبریالانو ضد دا نور هم سخت وو.

یو خبریال مظهر عباس وايي هسې هم ښځې خبریالانې د سخت مشکل سره مخ دي. دی وايي پاکستان کې ښځينه خبریالانې همېش له د خطر سره مخ وي، په دوی باندې اوښکې بهوونکي ګیسونه کارول شوي، په ډنډو وهل شوې او تر دې چې یوې پکې د خپلې یوکلنې لور سره یو کال په بند کې هم تیر کړی دی.

خبریاله عاصمه شېرازي
خبریاله عاصمه شېرازي

مظهرعباس وايي که د مخالفینو د انلاین حملو خبره شي نو لیدل شوي چې د سیاسي ګوندونو مېډیا څانګې ښځینه سیاستمدارې او خبریالانې په یوه ایجنډه بې حوصلې کوي او ویروي يې چې خپله پېشه پریږدي او یا بېباکه صحافت نه لاس واخلي.

د «آج» ټیلیویژن یوه سیاسي خبریاله عاصمه شیرازي وايي د کلونو راهیسې ددې پرضد سپک لیکل کیږي، د دروغو تورونه پرې لګول کیږي، عکسونه یې ګډوډول کیږي او کردار کُشي یې کیږي.

کال 2014 کې د حوصلې ډک او اخلاقي صحافت کولو په سر د پیټر میکلر جایزه ګټونکې عاصمه شیرازي وايي که ددغې په سر شکایت مونږ د ګوند مشرانو ته وکړو نو ورته ویل کیږي "زمونږ په سیاسي ګوند باندې نیوکو کوونکو ته به خامخا دغسې غبرګون راځي" خو وایي د عام ولس په ګټه پوښتنې راپورته کول د دوی پېشه ده.

د غریده فاروقي په شان دې هم د پاکستان تحریک انصاف او په نورو ګوندونو تورونه پورې کړل.

دواړه خبریالانې فکر لري چې په دې ډول حملو دوی ویرول کیږي او وایي دا کار په دې په دې غرض کېږي چې ښځې د ازاد صحافت نه واړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG