لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې سېلابونه: په بېلابيلو پېښو کې 42 کسان مړه شوي، چارسده او نوښار کې د سېلاب خطره


په سوات کې سېلاب
په سوات کې سېلاب

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تيرو څو ورځو د بارانونو پس چې زورور سېلابونه راغلي، په سېلابونو کې پرون په سوات کې لږ تر لږه 15 کسان مړه شوي او بيا په چارسده او نوښار ضلعو کې د سېلابونو راتلو او د کابل درياب سره په نزدې علاقو کې خلکو ته د کورونو نه وتلو ويل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تيرو څو ورځو د بارانونو پس چې زورور سېلابونه راغلي، پرون په سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې 42 کسان مړه شوي چې پکې يواځې په سوات کې لږ تر لږه 15 کسان مړه شوي دي او بيا په چارسده او نوښار ضلعو کې د سېلابونو راتلو او د کابل درياب سره په نزدې علاقو کې خلکو ته د کورونو نه وتلو ويل شوي دي.

که څه هم په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې د سېلابونو له امله د مرګ ژوبلو تازه شمېرې نه دي خپرې کړي خو ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې ويلي، د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مانسهره او کوهستان کې 21، په سوات کې 12، په شانګله کې پینځه، کوز دير کې درې او لکي مروت کې یو تن مړ شوی دی.

د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د صوبو په خواست مرکزي حکومت د سېلابونو نه اغېزمنو سيمو کې د مرستو دپاره پوځ په ځای کړی دی.

تيره شپه په 11 بجې د افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي د چارسدې سره نزدې د مونډې هېډ ورکس يا د اوبو د قابو کولو بند د سېلاب له امله مات شوی او د دغې وجې په چارسده، نوښار او چاپېره علاقو کې د سېلاب خطره ده.

پي ډي اېم اې ولي د خپل او نورو د ځان په خاطر د کورونو څخه ووځئ او د حکومت لخوا جوړو کېمپونو ته لاړ شي.

د سوات اسټنټ کمشنر ابرار وزیر تيره شپه ناوخته وي او اې ډيوه ته ویلي په پروني د جمعې د ورځې [26 اګست] په سېلاب کې په ضلع کې د 15 پورې کسان مړه شوي خو لا يې کره تاييد نه دی شوی.

د سوات انتظاميې ويلي سېلاب د 150 پورې کورونه، د 50 نه زیاتې هوټلې او د 24 نه زيات پلونه وړي دي، د سوات د بجلۍ نظام ګډ وډ شوی او سېلاب د بحرېن او کالام ترمنځ سړک وړی دی.

د ابرار وزیر په خبره د سړکونو پاکولو او بجلۍ په سمولو کار روان دی او په کالام کې د ګېر شوو سېلانيانو او نورو اغېزمنو خلکو ته دپاره هغه هوټلې چې بچ شوي، کېمپونه ګرځول شوي دي نوموړي په نور سوات کې د سېلاب نه اغېزمنو دپاره د کېمپونو جوړولو ويلي دي.

پرون په دير ضلع کې هم سېلاب راغلی سړکونو او پلونو او بجلۍ ته یې زیان اړولی دی.

بل لور ته دغه سېلاب چې په نوښار او چارسدې ته رسېدلی، چارواکو د مونډې بند ماتېدو خبر ورکړی او په چارسده او نوښار کې چاوراکو د دریای کابل په غاړو پرتو خلکو ته ويلي چې خوندي علاقو ته ووځي.

د شپې په مهال په ټولنيزو رسنيو ليدل شوي چې خلک د څاروو سره موټر وی ته وتلي او شپه يې هلته تيره کړې ده.

د چارسدې مرستیال کمشنر په فېس بک پاڼه خلکو ته خبر ورکړی شوی چې د تازه سېلابونو نه د ورسک ډېم نه اوبه وتل پېل شوی او د دريای کابل په غاړه د ابادو نه دې خلک ووځي.

او د نوښار مرستیال کمشنر مير رضا اوزګن نن د خالي/ شنبې په سهار [27 اګست] ويلي، په دریای کابل کې دا وخت د اوبو بهېدو کچه 263000 کيوسک نه اوړېدلې او په څو ساعتونو کې به 400000 کيوسکه ته ورسي.

دغلته هم خلکو ته خوندي ځايونو ته د وتلو ويل شوي چې د خلکو دپاره 100 کېمپونه جوړ کړی شوي هلته دې ځانونه ورسوي.

وروسته د نوښار کمشنر ويلي د چيف سيکرټري، کمشنر پېښور او مرستيال کمشنر نوښار د واپډا د چارواکو سره خبرې کړي او د واپډا چارواکو د تربېلې او ورسک څخه د کمو اوبو ويستلو ويلي چې له امله به يې په دريای کابل کې د سېلاب زور کم شي او سېلابي څپه به د نوښار خېر اباد څخه په حفاظت سره دريای سيند ته داخله شي.

تير ماښام د نيشنل هايي وېز او موټر وی پوليسو خبر ورکړی چې د موسمي حالاتو له امله دې د پېښور او اسلام اباد موټروی او سوات، هزاره او مري اېکسپرېس وی باندې د غېر ضروري سفر نه ډډه وکړي، موسم دې په نظر کې وساتي او احتياط دې وکړي.

بل لور ته د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي پرون په 26 اګست د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې نور 45 کسان مړه شوي چې پکې لس په خېبرپښتونخوا، 33 په سيند صوبه او دوه په پنجاب کې مړه شوي دي.

اېن ډي اېم ای ویلي د 15 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د مړو ټوله شمېره 982 ته رسېدلې ده.

هلته په بلوچستان کې چارواکو ویلي په صوبه کې سېلابونه روان دي د کوټې ښار ته تېره شپه اوبه ننوتې، سړکونه خراب شوي او په کوټه کې د ټيليفون او موبايل سروس سره د ګېس لاينونه هم خراب شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي د بلوچستان د نور ملک سره چې په کوموسيمو کې سړکونه او لارې بندې شوې يا ماتې شوي په هغې کار روان دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG