لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف د ګل په ورځ پاکستان ته د پور ورکولو په اړه پرېکړه کوي


واشنګټن - د نړيوال مالياتي فنډ آی اېم اېف انتظامي بورډ د ګل دوشنبې په ورځ غونډه رابللی ده چې پاکستان ته د یو بلين ډالرو د قرض ورکولو په هکله فېصله وکړي.

پاکستان ته د دې اضافی مالي فنډونو ډېر ضرورت دی. په هېواد کې ګراني زیاته شوی او خارجي شتمنۍ هم راکمه شوې ده ځکه هېواد د اقتصادي بحران نه د راویستلو د پاره دې خارجي مالي مرستو ته اړتیا لري.

د پاکستان اقتصادي ستونزې کومه نوې خبره نه ده خو څېړونکي وایي د جغرافيایي اهميت په وجه نړیوال طاقتونه مجبوره دي چې جوهري وسله لرونکې د جنوبي اېشیا دا ۲۳۰ میلینه ابادۍ دا هېواد د بحران نه لرې وساتي.

د بېرته خپل ارزښت ترلاسه کولو وړاندې د ډالره په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر د يو په درې نه هم زیات راکم شوی وو او د جولایې په میاشت کې د دې ارزښت د ډالره په مقابله کې تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلی وو.

د سرکاري شمېرو ترمخه د جولایی په میاشت کې پاکستان کې ګراني ۲۵ فيصده وه او د تېلو او دالونو بیې یو په دوه شوی وی.

په شورو کې حکومت په غېرضروري شیانو لکه جېمونو او په ډبو کې د میانو/ کبانو په درامد کولو بندیز لګولی وو. دغه وخت د یو حکومتي وزیر دا خبره ډېره مشهور شوه چې د خلکو نه يې غوښتنه کوله چې چای دې کمه څکي. پاکستان هر کال د تورې چای په درامد کولو کې ډېره خارجي کرنسي د لاسه ورکوي.

د پاکستان د مرکزي بېنک ترمخه د اګست په نیماېي کې د هېواد سره خارجي شتمنې یا فارن ریزرو تر اته بلينه ډالره نه هم راکمې شوی وې. دې شتمنو سره پاکستان کولی شو یواځي د یو څو هفتو پورې درامدات وکړای شي.‌

سرکاري چارواکو د هېواد د بدو اقتصادي حالاتو ذمه وار د روس او اوکراېن جګړه او د کرونا وبا په وجه د رسد د لارو د ګډوډۍ په وجه خوراکي توکو او د تېلو په بېعو کې اضافه بللی.

اېټلانټک کونسل کې د جنوبي ايشیا د څانګې پاکستان انيشيټو مشر عزېر یونس په خپله یوه مرکه کې ویلي دي چې د کويډ په وخت کې د صحت او اقتصاد په کچه د پاکستان تګلاره په سيمه کې تر ټولو ښه وه خو په دغه وخت کې د مرستو او معافۍ کچه ډیره لوړه وه او په دې وجه درامدات ډیر سېوا شول.

پاکستان په خارجي قرضو او درامداتو ډېره اړه لري. د سرکاري شمېرو ترمخه د پاکستان خارجي قرضي د هېواد د کل پېداوار اتیا فيصده نه هم سېوا دی.

د ديواليه کېدلو په درشل ولاړ پاکستان په تېرو یو څو هفتو کې د یو ای اي‌،‌ قطر،‌ سعودي عرب او چين نه تر د دولس بلينه ډالرو پورې د مالي مرستو ژمنې ترلاسه کړي.

په دې کې په نېټه تېل اخستل،‌ خالص قرضې،‌ او سرمایه کاري شامله ده.‌ او هم دومره یا د دې نه زیات به که د اېي اېم اېف د خوا د یو اشاريه دوه بلينه ډالرو د قرض ورکولو منظوري وشوه نو د نړيوال بېنک او نورو مالياتي‌ادارو نه ترلاسه کړي.‌

عزیر یونس د وي او اۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې د پاکستان بد اقتصادي صورتحال د چين د پاره هم ښه نه دی.‌

چين غواړي چې د نړيوالې اډانۍ د پاره شورو شوی هلې ځلې کامیابې شي او په دغه کې د سي پېک د منصوبې ډېر اهميت دی.‌ او که چېرې پاکستان ديواليه کيږي نو بیا به د چين په خپله تګلاره هم پوښتنې راپورته کيږي او دا به د چين د پاره یوه غټه خبره وي.‌ د سي پېک منصوبه د شپېتو بلينو ډالرو نه سېوا ده.‌

د یوناېټډ ستېټس انسټيټوټ اف پيس کې د جنوبي ايشیا د څانګې مشر تمنا سلېک الدين وایي په افغانستان کې د شلو کالو نه هم د اوږدې جګړې په وجه په ورستو شلو کالو کې د امریکې مالي هلو ځلو کې هم کمې راغلی دی.

خو تمنا زیاتوي واشنګټن د اېي اېم اېف یو غټ مالي مرستندویه دې او د اېي اېم اېف د لارې په قرضو ترلاسه کولو کې به مرستې کوي، ځکه چې امریکا به نه غواړي چې د افغانستان سره په پوله یو کړکېچ رامخې ته شي او بله دا چې د ترهګرۍ خلاف هلې ځلې، د جوهري وسلو حفاظت او په سیمه کې کلاري د امریکا په قامي مفاد کې ده.

په داسې وخت کې چې د نړيوال اثررسوخ د پاره د بېجنګ او واشنګټن ترمنځه زغل نور هم تاو نيسي، ‌سلېک الدین وایي پاکستان کولی شي چې خپل ځان ته د دوي په منځ کې یو داسې مقام ترلاسه کړي او دا یقيني کړي چې ځان د دې حالاتو پرې راوباسي.‌

پاکستان د نړۍ په هاغو هېوادونو کې شامل دی څوک چې پرله پسې د مالي بحرانونو څخه راویستلی شوی دی. د هندوستان نه د بېلېدو یواځې درې کاله ورستو په کال نورلس سوه پنځوستم کې پاکستان د اېي اېم اېف غړی هېواد جوړ شو او دا په دیروشتم ځل دې چې پاکستان د مالي مرستو د پاره اېي اېم اېف ته ورځي.

پاکستان کې پرله پسې حکومتونو دعوې کړي چې دوي به د اېي اېم اېف کشکول ماتوي او د دوي په وېنا د اېي اېم اېف د جال نه به هېواد راوباسي خو په هېواد کې سیاستمداران د اقتصادي اصلاحاتو عزم نه لري او ولس هم دې ته تیار نه دي.

د حکومتي شمار شمېرو ترمخه د هېواد ۲۳۰ ملينه شاوخوا خلکو کې یواځي تر درېو ملينه پورې خلک نېغ په نېغه ټېکسونه ورکوي.

د اېي اېم اېف سره د دې شاوخوا شپږ بلینه ډالرو د قرض د پاره خبرې اترې په کال دوه زره نورلسم کې سر ته رسېدلی وې. خو دا د ځنډ ښکار شولی ځکه چې پاکستان به هر ځل د اقتصادي اصلاحاتو کولو د پاره د خپلو ژمنو نه په شا شو.

عزېر یونس د می په میاشت کې په واک کې د راغلي‌ حکومت د خوا په تېلو او بجلۍ د ټېکسونو سېوا کولو او د رعایتونو کمولو غوندې د ګرانو فېصلو وېناوې ستایلي دي. خو د ځنو اقداماتو باوجود د اوږدې مودې د اصلاحاتو اشارې بیا هم نه ليدل کيږي.‌

تېره میاشت په اساېشي یا لګژري برامداتو د بندیز لرې کولو په وخت د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل د خبري غونډې په مهال ویلي چې پاکستان به نه ديواليه کيږي. خو په هېواد کې سیاسي حالات د اېي اېم اېف سره دا پروګرام بې لارې کولی شي.

هغه څېړونکو چې ورسره وي او اۍ خبرې کړي، ویلی دي چې پاکستان یو پراخه او ژور اقتصاد لري او جغرافيایي مقام يې هم دومره قوي دی چې د ديواليه کېدلو نه ځان بچ کړي.‌

په هر صورت، سلېک الدين وایي د پاکستان مشران غېر ذمه وارې اقتصادي فېصلې کوي ځکه چې دوي خپل ځان په جغرافيايي توګه ډېر مهم بلي او دا خیال کوي چې د ده ناکامي به څوک هم نه غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG