لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۹۸۲ ته رسېدلی


د سوات سېلاب
د سوات سېلاب

د قدرتي آفتونو په وخت کار کوونکي حکومتي ادارى اين ډي ايم اى ترمخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کي په خيبر پښتونخواه کې ۱۰ سيند صوبه کې ٣٣ او پنجاب کې دوه نور کسان مړه شوي چې ورسره په ګرد هيواد کې د مړينو شمېرى ٩٨٢ ته رسيدلي مګر رپوټونه وايي د مړو شویو خلکو شمير له دى نه هم زيات دی.


د شنبى په ورځ سيند صوبه کې د سيلاب نه اغيزمن شوى سجاول علاقى د دورى وروسته له ميډيا سره د خبرو په وخت وزير اعظم شهباز شريف ويلي حکومت د بينظير انکم سپورټ پروګرام لاندى د بلوچستان او سيند متاثره هرې یوې کورنۍ ته ٢٥ زره نغدې روپى ورکول پيل کړي او د دى لپاره سرکاري خزانى نه ٣٨ اربه روپۍ ايښودل شوي.

د اين ډي ايم شميرو ترمخه وروستي څلورويشت ساعتونو کې ٨ زره ٥٨٨ څاروي په اوبو لاهو شوي او تر اوسه په مجموعي ډول ٨ لاکه ٢ زره ٥٨٣ څاروي مړه شوى دي.


حکومتي ادارى شميرى زياتوي ټول هيواد کې يو څل پنځوس پلونه او ٦ لاکه ٨٢ زره کورونه زيانمن شوي دي.
د بارانونو او سيلابونو نه رامنځ ته شوىو حالاتو پسر د پاکستان د حکومت لخوا د بيړني حالات له اعلان سره پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه مرستې هم غوښتي دي.


د سيلاب ځپلو خلکو سره مرستو په ترڅ کې د حکومت نه علاوه غير دولتي تنظيمونواو د ملګرو ملتونو اړونده ادارو خپل فعاليتونه پيل کړي او د يو شمير نړيوال ادارو لخوا د ٥٠٠ ملينه ډالر سره د يورپي هيوادونو تنظيم يورپي يونيين هم د پاکستان د سيلاب ځپلو د مرستو لپاره ١٠٨ مليينه يورو اعلان کړى دي.


ویل کيږي چې دى سيلابونو او بارانونو پاکستان ته د کال ٢٠٠٥ د زلزلى او د کال ٢٠١٠ د سيلاب نه ډير زيان رسولى دى.
کال ٢٠٠٥ د زلزلى په وخت د خزانى وزير او د معاشي چارو څيړونکى ډاکټر سلمان شاه وايي، د بهرني امداد د طمعى پځاى به حکومت ته په خپل سر ګامونه اخستل وي.


وي او اى ډيوه سره خبرو کې سلمان شاه وويل، سږ کال د بجټ مجموعي حجم تر ٨٠ اربه ډالر دى او حکومت ته پکار دی چې دې کې تر ٢٠ اربه ډالر سيلاب نه ځپلو خلکو سره د مرستو او د دوي په بيا ودانى ولګوي.
نوموړي زياته کړه دا ځکه ممکنه ده چې د بجټ د منظورى لږ وخت شوى دى.


څرګنده دى وي چې اين ډي ايم په قامي کچه د شوي زيان جاج اخلي او وزير اعظم شهباز شريف وايي مرکزي حکوت به د صوبايي حکومتونو سره په ګډه د سيلاب ځپلو د بحالى منصوبى جوړوي.


مطبوعاتي رپوټونو ترمخه يواځي د پاکستان د زراعت شعبى ته ٩٠٠ اربه روپو زيان رسيدلى چې له امله ېې د پاکستان مرکزي بينک سږکال لپاره د زرعي قرضو هدف ١٨ کهربه ډالرو پريکړه کړى ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG