پاکستان ايي اېم اېف نه د هغه شپږ بېلین ډالرو قرض د بل قسط اخیستلو دپاره خبرې شروع کړي چې مالياتي ادارې یې په 2019 کې پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې وه. سږ کال ايي اېم اېف په دغه قرض کې یو بېلین ډالر اضافه وکړه او د قرض مجموعي مالیت اووه بېلین ډالرو ته ورسېدو
په موسمي بدلون نظر لرونکی خبريال اصف مومند وايي پاکستان په خپل دغه مقصد ترلاسه کولو کې کامياب شو خو اوس پکار ده چې د دغو فنډونو د مصرف کولو د پاره کوټلې تګ لارې جوړه کړي
په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي "خوښ يو چې امریکا به د کيميايي سرې [فرټيلايزر] په نړيوال چېلنج کې د پاکستان سره مرسته کوي". امریکا ويلي "د پاکستان سره یې د کلونو، کلونو اتحاد دی، پاکستاني زميندارو يا بزګرانو سره به د سرې مرسته وکړي چې په موثر ډول يې وکاروي او ډېر خوراک پېداوار ترلاسه کړي".
په پاکستان کې د امریکې سفير په پاکستان کې د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د نورو 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی دی. په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي سږ کال د پاکستان سره د سېلابو په لړ کې امریکايي مرستې 97 ملينه ډالرو ته رسېدلي دي.
د بلوچستان کروندګر وايي د پشکال يا وسې بارانونو يې کښت کروندې تباه کړي او دوی د وخت ډوډی موندلو ته حيران دي. کروندګرو تېره ورځ د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کړی چې حال يې حفيظ الله ستوری شيراني په خپل رپورټ کې راکوي
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې ویلي پاکستان کې سیلاب 33 میلیونه خلک د صحت لويي خطر سره مخ کړي،56000 حامله ښځو خپل بچي د سیلاب له کبله په بی کورۍ کې زیږولي،1500 کسانو ژوند د لاسه ورکړی چې پکې 400 ماشومان هم دي. نور تفصیل د فضل الله په رپورټ کې
فاینېنشل ټایمز وویل د متحده قومونو په یاداشت کې دا تجوزیر هم شوی دی چې که چېرې پاکستان دې خبرې ته راضي کېږي چې د قرض پېسې په داسې بنیادي اډاڼه یا انفراسټرکچر لګوي چې موسم کې د بدلون مقابله کولی شي نو بیا دې قرضداران ترې د قرض پېسې بېرته نه اخلي
د صحت محکمې ډپټي دايريکټر، ډاکټر محمد رفيق وايي په بلوڅ مېشت ضلعو صحبت پور، جعفر اباد، نصير اباد او جهل مګسي کې لا هم د سېلاب زياتې اوبه ډم ولاړې دي چې له کبله يې د خلکو په مرسته کولو کې حکومت او د صحت محکمې کارکونکي له مشکل سره مخ دی
د هالي ووډ وتلې فلمي ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ځانګړې استازې انجلینا جولي چې پاکستان ته تللې، د سېلاب ځپلو خلکو سره يې ليدلي دي، هغې ويلي کوم خلک چې ژغورل شوی دی هغوی اوس هم خوندي نه دي.
د موسمي بدلون د مخنيوي په لړ کې صدر بایډن د خپل حکومت د تګلارې ذکر وکړو او ويې وېل حکومت یې د ۳۶۹ بېلین ډالرو مالیت یو قانون منظور کړی چې دلاندې به یې نه یوازې د ملک دننه بلکې په نړیواله کچه هم په موسم کې د بدلون د مخنیوي دپاره ګامونه اخیستل کېږي
امریکې تراوسه پورې پاکستان کې د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره پينځه کروړه 51لکه ډالره اعلان کړي چې پاکستانۍ 12.2 اربه روپۍ ترې جوړيږي.
په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله د 1100 پورې حکومتي سکولونه يا ښوونځي په جزوي يا مکمله توګه ړنګ شوي او له کبله يې د زرګونو په شمېر کې د ماشومانو زده کړې اغېزمنې شوي دي.
نور کتل