لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت: په سېلاب ځپلو سيمو کې ماشومان او مېندې د خوﺭاک له کمي او د نارغيو له خطر سره مخامخ دي


په سېلاب ځپلو سيمو کې د خلکو مرسته کونکې مدني فعاله شمايله اسماعيل وايي، په دغو سيمو کې د طبي اسانتياو، ورځني سهولتونو او خوراک د نېشت والي له کبله لويه برخه زنانې او ماشومان د مرګ له ويرې سره مخامخ دي
په سېلاب ځپلو سيمو کې د خلکو مرسته کونکې مدني فعاله شمايله اسماعيل وايي، په دغو سيمو کې د طبي اسانتياو، ورځني سهولتونو او خوراک د نېشت والي له کبله لويه برخه زنانې او ماشومان د مرګ له ويرې سره مخامخ دي

د بلوچستان د صحت محکمې رپورټ وايي چې د صوبې په سېلاب ځپلو سيمو کې 734609 اوميندواره او ماشومانو ته شودې ورکونکې ميندې، 1377392 تر پينځه کالو څخه د کم عمر ماشومان او 624418 تر دوه کاله کم عمر ماشومان د خوراک له کمي او په اسانه سره د ناروغه کېدو له خطر سره مخامخ دي۔

د بلوچستان د صحت محکمې ډپټي ډايرکيټر ډاکټر محمد رفيق وویل " اومېندواره زنانې، تر پينځه او دوه کاله کم عمر ماشومان زموږ لومړۍ زمه واري ده چې په اوسنيو حالاتو او افت کې دوی و ژغورو."

ډاکټر محمد رفیق وویل اومېندواره مېرمېنې او د کم عمر ماشومان " د نارغيو او وايرسو لپاره يو اسانه هدف ځکه دی چې د حمل دارې ښځې د ويني د فشار، او نورو ناروغيو تر څنګ د خرابو اوبو د څښلو له وجې ورته هېضه لګېدای شي، او د پينځو کالو او د دوو کالو د ماشومانو اميون سټم يا قوت مدافعت زيات کمزوری وي، خو که هغوی واکسين شوي وي بيا خو سمه ده، که نه وي واکسين شوي بيا خو د ناروغيو پر هدف دي"۔

د صوبايي حکومت رپورټ وايي چې د کال 2022م جون مياشتې له دويمې اونۍ بيا د اګست مياشتې تر پايه د بلوچستان صوبې له 34 ضلو څخه په 31 ضلعې کې د وسې يا پشکال بارانونو اورېدلي او سېلابونه له امله شاوخوا 92 لکه نفوس اغېزمن شوي۔

د صوبې تر ټولو اغېزمنو سيمو کې ضلع قلعه سيف الله، ضلع کوټه، ضلع قلعه عبدالله، ضلع کچي، ضلع جهل مګسي، ضلع نصير اباد، ضلع جعفر اباد، ضلع لسبيله شاملې دي۔

په سېلاب ځپلو سيمو کې د خلکو مرسته کونکې مدني فعاله شمايله اسماعيل وايي، په دغو سيمو کې د طبي اسانتياو، ورځني سهولتونو او خوراک د نېشت والي له کبله لويه برخه زنانې او ماشومان د مرګ له ويرې سره مخامخ دي.

شمایله اسماعیل وویل " دلته داسې زنانې شته چې سهار يې بچی پېدا شوی او ماښام ته سېلاب راغلی، دا وخت تر ټولو زياته زنانې او ماشومان د خوراک له کمي سره مخامخ دي."

شمايله وايي په سېلاب ځپلو سيمو کې د سېلاب د ولاړو اوبو ايستلو ترڅنګ، و خلکو ته څښلو اوبه، او د زنانو او ماشومانو د ځانګړي خوراک بندوبست کول ضروري دی.

د صحت محکمې ډپټي دايريکټر، ډاکټر محمد رفيق وايي په بلوڅ مېشت ضلعو صحبت پور، جعفر اباد، نصير اباد او جهل مګسي کې لا هم د سېلاب زياتې اوبه ډم ولاړې دي چې له کبله يې د خلکو په مرسته کولو کې حکومت او د صحت محکمې کارکونکي له مشکل سره مخ دی.

ډاکټر محمد رفیق وویل " صحبت پور مکمل ډوب دی، جعفر اباد به تقريبا 75 فيصده، نصير اباد او جهل مګسي 65 فيصده په اوبو کې ډوبې سيمې دي، له جهل مګسي څخه اوس سوکه سوکه اوبه د سيند صوبې و لوري ته ايستل پېل شوي، چې تر څو اوبه نه وي ايستل شوې او خلک په پوره توګه محفوظ نه شي، نو د ناروغيو د خپرېدو او خلکو د اغېزمنه کېدو ويره بيخي زياته ده، هلته اوس مچهر هم زيات دي"۔

د بلوچستان حکومت رسنيو ته په لېږل شوي بيان کې ویلي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې يې 1919 مېډيکل کېمپونه جوړ کړي او هلته يې د اومېندواره مېندو، شودې څښونکو ماشومانو په ګډون و لکونو اغېزمنو ته طبي مرستې رسولې۔

رپورټ کې زيات شوي چې د صحت محکمې ، پي پي ايچ ای، او د ماشومانو لپاره کارکونکې نړيوالې ادارې يونيسف او حکومت په ګډه سره د اومېندواره مېندو او وړو ماشومانو صحت او خوراک په پام کې نيولی او د دې لپاره يې ضروري ګامونه اخيستي او د ماشومانو د واکسين کولو لړی يې هم پېل کړې ده۔ رپورټ کې ليکل شوي چې له يادو ضلعو څخه د ولاړو اوبو د اېستلو کار هم پېل شوی دی.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG