لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ويلي، د پاکستاني زميندارو سره به د کيميايي سرې مرسته کوي


په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي "خوښ يو چې امریکا به د کيميايي سرې [فرټيلايزر] په نړيوال چېلنج کې د پاکستان سره مرسته کوي". امریکا ويلي "د پاکستان سره یې د کلونو، کلونو اتحاد دی، پاکستاني زميندارو يا بزګرانو سره به د سرې مرسته وکړي چې په موثر ډول يې وکاروي او ډېر خوراک پېداوار ترلاسه کړي".

امریکې دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې نزدې یوه اوونۍ وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، "د چاپېريال دپاره د امریکې ځانګړي استازي رچرډ ډيوک او د امریکې، يورپي کمېشن، ناروی، جرمني او نېدر لېنډ لخوا د لوړې کچې همکارانو په ګډه د 135 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی چې په دې به په نړيواله کچه د سرو د کمي او خوراکي توکيو د تحفظ ستونزې هوارې کړی شي".

ویل شوي "دا پېسې د امریکايي صدر جوبايډن د هغه اعلان نه زياتې دي د کومو چې نوموړي په مصر کې د ملګرو ملتونو لخوا د موسمي بدلون په کانفرنس یا COP 27کې د کم او منځني امدن د هېوادونو دپاره د 100 ملينه ډالرو راټولو ويلي وو، کوم هېوادونه چې د روس لخوا په اوکراين د جګړې وروسته متاثره شوي دي".

امریکې د پاکستان زميندارو سره د کيميايي سرې د مرستو اعلان په داسې حال کې کړی چې په پاکستان کې د راغلو سېلابونو له امله په لويه کچه زرعي ځمکې او ولاړ فصلونه تباه شوي دي.

په پاکستان کې راغلو سېلابونو خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبه تر ټولو زياتې ځپلې دي.

په خېبرپښتونخوا کې د زميندارو د اتحاديې مشر رضوان الله وايي، په خېبرپښتونخوا کې د سوات د کالام نه راواخله د ډېره اسماعيل خان پورې سېلابونو په غټه کچه تاوان اړولی ولاړ فصلونه یې تباه کړي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "په کالام کې ولاړې تيارې سبزيانې چې د کروړونو روپو وې سېلابونو تباه کړي، بيا د سوات د مټې نه تر ملاکنډ پورې د وريژو فصل چې په 15000 اېکړه ولاړ وو اوبو وړی دی، په چارسده کې په 500 اېکړه د ګني او جوارو د فصل سره سبزيانې سېلاب تباه کړي، په نوښار کې يې په اووه اته کلوميټره مربع زرعی ځمکه خرابه کړې ده".

هغه وویل بيا "په ډېره اسماعیل خان ضلع کې په 50000 زره اېکړه زرعي ځمکه د وريژو فصل تباه شوی دی".

هغه زیاته کړه د دوی سره د حکومت د طرفه ژمنه شوې چې د فصلونو د تاوان به ورته د اېکړ په سر ورکولی شي، او بیا د دوی سره د ځينو نورو مرستو هم ويل شوي خو تراوسه پورې ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه وویل دوی نه يواځې د فصلونو، بلکې د څاروو د تاوان سره يې د زرغي قرضو معاف کولو او د تخم او سرې غوښتنه کړې، خو نه دوی ته صوبايي حکومت او نه ورته مرکزي حکومت مرستې ورکړي دي.

د خېبرپښتونخوا د زراعت د محکمې مشر ډاکټر مراد علي وايي، په صوبه کې يو لک 21640 اېکړه زرعي ځمکه اغېزمنه شوې او د 16زره ميلينه روپو نه زیات تاوان ورته اوښتی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، زميندارو ته د امریکا د نړيوالې مرستندويه ادارې [يو اېس اېډ] په مرسته سرې او تخمونه ورکول کيږي او په مارچ 2023 کې به د سبزيانو د زميندارو سره نورې مرستې کولی شي.

هغه وويل په پېښور کې مرستې ورکول کيږي زميندار خبرول کيږي او ټولو ته به ممکنه مرستې ورکولی شي.

د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه د وروستيو سېلابونو له امله د هېواد اقتصاد ته نزدې د 30 اربه ډالرو زيان اوښتی دی او د درېو کروړو څخه زيات خلک ترې اغېزمن شوي دي.

په ملک کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه د جون د میاشتې نه د بارانونو او سېلابونو له امله 1739 کسان مړه شوي دي، د اته لکه نه زيات کورونه تباه شوي او 11لکه نه زيات څاروي مړه شوي او په زرګونو کلوميټره سړکونه اغېزمن شوي دي.

او سيند صوبه چې سېلابونو ډېره ځپلې په صوبه کې د افتونود انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ترمخه 37لکه 77272 اېکړه زرعي ځمکه اغېزمنه شوې ده.

د اکتوبر په میاشت کې امریکې ويلي وو، د پاکستان سره یې د سېلاب ځپلو، د خوراک د خونديتوب او نورو مرستو په لړ کې نهه کروړه 7000000 لکه ډالرو مرستې کړي دي چې پاکستانۍ 21.26 اربه روپۍ ترې جوړيږي. امریکا وايي د پاکستان مرستې به جاري ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG