لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: د پاکستان ځينې برخې اوس هم د اوبو دلاندې دي


صدر بایډن په نیویارک کې د جنرل اسمبلۍ ۷۷ مې کلېزې غونډې ته وویل چې د سېلابونو وروسته پاکستان مرستې ته ضرورت لري
صدر بایډن په نیویارک کې د جنرل اسمبلۍ ۷۷ مې کلېزې غونډې ته وویل چې د سېلابونو وروسته پاکستان مرستې ته ضرورت لري

د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا غونډې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وېنا کې د امریکې صدر جوبایډن د موسمي بدلون په لړ کې د پاکستان د سېلابونو ذکر وکړو او وي وېل د هېواد ځینې برخې اوس هم د اوبو دلاندې دي.

صدر بایډن په نیویارک کې د جنرل اسمبلۍ ۷۷ مې کلېزې غونډې ته وویل چې د سېلابونو وروسته پاکستان مرستې ته ضرورت لري.

د موسمي بدلون د مخنيوي په لړ کې صدر بایډن د خپل حکومت د تګلارې ذکر وکړو او ويې وېل حکومت یې د ۳۶۹ بېلین ډالرو مالیت یو قانون منظور کړی چې دلاندې به یې نه یوازې د ملک دننه بلکې په نړیواله کچه هم په موسم کې د بدلون د مخنیوي دپاره ګامونه اخیستل کېږي.

د جنرل اسملبۍ غونډې ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل که د موسمي بدلون له امله د دنیا په ځینو برخو کې سېلابونه کېږي نو ځینې علاقې د وچکالۍ سره مخامخ شوي دي او د خوراک کمی پېدا شوی دی
د جنرل اسملبۍ غونډې ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل که د موسمي بدلون له امله د دنیا په ځینو برخو کې سېلابونه کېږي نو ځینې علاقې د وچکالۍ سره مخامخ شوي دي او د خوراک کمی پېدا شوی دی

صدر بایډن وویل "مونږ ټولو ته معلومه ده چې مونږ په موسمي بحران کې ژوند کوو."

صدر بایډن وویل د پاکستان یو شمېر علاقې اوس هم د اوبو د لاندې دې او مرستې ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د افتونو په وخت د امداد حکومتي ادارې اېن ډي اېم اې ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې 1559 کسان مړه شوي او 12850 ژوبل شوي دي.

امريکې او یو شمېر نورو ملکونو د پاکستان د سېلاب ځپلو خلکو دپاره د مېلینونو ډالرو امداد لېږلی دی.

د جنرل اسملبۍ غونډې ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل که د موسمي بدلون له امله د دنیا په ځینو برخو کې سېلابونه کېږي نو ځینې علاقې د وچکالۍ سره مخامخ شوي دي او د خوراک کمی پېدا شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د موسمي بدلون بحران کميږي نه بلکې لا نور زیاتېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو چې د متحده قومونو د غونډې په لړ کې په نیویارک کې دی، ویلي په پاکستان کې وروستي سیلابونه په داسې کچه یو ناورین دی چې هیواد یې هیڅکله تجربه نه ده کړې او د سېلاب نه وروسته د بیا رغونې لپاره به لږترلږه 30 بیلیونه ډالر لګښت ولري.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې بهټو وویل چې ګڼي په پاکستان کې سېلابونه په موسم کې د بدلون نتيجه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG