لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د نورو 30 ملينه ډالرو مرستې اعلان کړی


په پاکستان کې د امریکې سفير په پاکستان کې د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د نورو 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی دی. په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي سږ کال د پاکستان سره د سېلابو په لړ کې امریکايي مرستې 97 ملينه ډالرو ته رسېدلي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د سېلابونو په لړ کې د امریکايي مرستو مننه کړې خو ويلي يې دي د ژمي د پېل سره خوراکي، د صحت او سرپناه د چېلنجونو سره مخ دي. هغه زیاته کړې پکار ده نړۍ زر تر زره د ملګرو ملتونو د مرستو خواست ته ځواب اووايي او د پېښې اثرات راکم کړي.

امریکايي سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د اضافي مرستو اعلان د سيند صوبې د شکار پور ضلعې د سفر په مهال کړی او هلته يې د سېلاب ځپلو سره ليدلي او په سېلاب ځپلو ته يې د خېمو سره نورو سامانونه ورکړي او د هغوی مسلې يې اورېدلي دي.

نوموړي د سېلابونو له امله په اوښتي تاوان د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي امریکا په دې مشکل وخت کې د پاکستان د ولس سره ولاړه ده.

پاکستاني چارواکي وايي په ملک کې راغلو سېلابونو ورته 30 اربه ډالر تاوان اړولی دی.

په وروستيو کې د برتانيې فنانشل ټایمز ورځپاڼې په خپل رپورټ کې ويلي، پاکستان به د ویجاړونکو سېلابونو له امله په راتلونکې کې د اقتصادي بحران د مخنیوي د پاره د نړیوالو پور ورکوونکو ادارو څخه د اربونو ډالرو د پورونو غوښتنه وکړي.

خو په رپورټ کې ويل شوي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د هېواد د سړکونو، پلونو او نور انفراسټرکچر یا ډهانچې د بیا رغونې لپاره اربونو ډالرو ته اړتیا لري او دوي به د نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ځنډولو نه بلکې د اضافي فنډونو غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG