لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انجلينا جولي د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د نورو مرستو غوښتنه کړې


د هالي ووډ وتلې فلمي ستورې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ځانګړې استازې انجلینا جولي چې پاکستان ته تللې، د سېلاب ځپلو خلکو سره يې ليدلي دي، هغې ويلي کوم خلک چې ژغورل شوی دی هغوی اوس هم خوندي نه دي.

انجلینا جولي نيشنل فلډ رسپانس مرکز ته ورغلې او ويلي يې دي، پاکستان کې چې د سېلابونو له امله څومره تباهي شوې نړۍ ته يې اندازه نشته.

هغې ویلي، که په راتلونکو اوونيو کې د سېلاب ځپلو مرستې ونه شوې د سېلاب څخه ژغورل شوي به هم بچ پاتې نه شي دا خلک د مرګ او ژوند په پوله ولاړ دي چې پکې په ګڼ شمېر کې ماشومان هم شامل دي.

انجلينا جولي زیاته کړې دغه ډول تباهي يې په ژوند کې چرته نه ده کتلې.

د هالي ووډ هنرمندې د نړيوالې ټولنې څخه غوښتي چې د پاکستان سره د سېلاب ځپلو دپاره نورې مرستې وکړي.

پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امريکې صدر جوبایډن په نیویارک کې د جنرل اسمبلۍ 77 مې کلېزې غونډې ته وویل چې د سېلابونو وروسته پاکستان مرستې ته ضرورت لري.

صدر بایډن وویل د پاکستان یو شمېر علاقې اوس هم د اوبو د لاندې دي.

د جنرل اسمبلۍ غونډې ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل که د موسمي بدلون له امله د دنیا په ځینو برخو کې سېلابونه راځي نو ځینې علاقې د وچکالۍ سره مخامخ شوي دي او د خوراک کمی پېدا شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د موسمي بدلون بحران کميږي نه بلکې لا نور زیاتېږي.

پاکستان وايي د سېلابونو له امله یې د درې کروړو نه زیات خلک اغېزمن شوي دي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د امداد حکومتي ادارې اېن ډي اېم اې ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې 1576 کسان مړه شوي او 12862 ژوبل شوي دي.

پاکستان کې سيند صوبه کې دا وخت د سېلابي صورتحال سره مخ ده او د چارواکو په وېنا تر ټولو زيات تاوان سيند صوبې ته اوښتی دی.

په 1576 مړه شوو کسانو کې 707 کسان يواځې په سيند صوبه کې مړه شوي دي.

د شمېرو ترمخه د بارانونو او سېلابونو له امله د لکونو په شمېره کې کورونه تباه شوي، څاوري مړه شوي او د کرکندوې ځمکې اغېزمنې شوي دي.

پاکستاني چارواکي 30 اربه ډالره تاوان ورته اوښتی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG