لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې له سېلابونو د مړو شمېر تر 1000 او د ټپیانو تر 1,500 واوښت


اسلام اباد ـــــ په پاکستان کې په روانو بارانونو او سېلابونو کې د مړو شمېر تر یو زر 1033 اوښتی دی او څه د پاسه 1,527 کسان ټپيان شوي دي. په مړو کې 456 نارينه، 207 زنانه او 348 ماشومان شامل دي.

د چاپيريال د بدلون مرکزي وزيرې شيري رحمان ويلي چې د سېلاب نه مړه شوو خلکو کورنیو ته به د یو کس پر سر لس لکه او ټپيانو يا هغه خلکو ته به دوه نیم لکه روپۍ ورکول کېږي چې کور ته یې برسېرن زيان رسېدلی دی.

همدا شان د چا کورونه چې بشپړ تباه شوي وي ورته به پينځه لکه روپۍ ورکول کېږي.

د روانو سېلابونو نه په تېر یو شواروز کې 119 نورو خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی او 71 ټپيان شوي دي.

د قدرتي افتونو د انتظام ملي ادراې يا اين ډي ايم اې د تازه شمېر تر مخه د جون راهيسې روانو دغو بارانونو او سيلابونو کې خواوشا نهه لکه کورونه او ودانۍ ويجاړې شوې او 3,451 کیلوميټره سړکونو ته زيان اوښتی دی.

حکومت تر دې دمه د بارانونو او سېلابونو له کبله د شویو زيانونو اندازه 900 اربه روپۍ لګولې ده او د پاکستان حکومت په خواست باندې نړیوالو ادارو د سېلاب نه اغيزمنه خلکو د مرستو د پاره 50 کروړه ډالر اعلان کړي دي.

په پاکستان کې د برتانیې های کميشن وينا ده چې برتانيا به پاکستان ته د سېلاب ځپلو د مرستو د پاره پينځلس میلين پاونډ مرستې لېږي.

د برتانيا های کميشن پخپل بيان کې ویلي چې ملګري ملتونه به د خالي- شنبې او اتوار په ورځ د سېلاب د صورتحال جاج اخلي او د نهې- سه شنبې په ورځ دغلته نه نړۍ ته د مرستو خواست کېدل ممکن دی.

د برتانيې د های کمیشن وينا ده دوى به د نړيوال بېنک او ملګرو ملتونو په ذريعه هم د پاکستان مرسته کوي.

بل لور ته د ايران صدر سيد ابراهيم رییسي او د ترکيې صدر رجب طيب اردوان د خالي- شنبې په ورځ وزير اعظم شهبازشريف سره ټيليفوني تماس ونيولو او پاکستان سره یې په دې سخت وخت کې د يووالي اظهار وکړ.

دواړو مشرانو وزيراعظم ته په هره يوه څانګه کې د مرستو لپاره د هرې ممکنه مرستې باور ورکړ.

د اين ډي ايم اې له مخې د روانو سېلابونو نه د 57 لکه نه زياته ابادي اغېزمنه شوې او د درې کروړه او دېرش لکه ابادۍ د اغېزمنه کېدو اټکل شوی دی.

د دوى په وينا تر اوسه پورې په ګرد هيواد کې 110 ضلعې اغېزمنې شوې دي چې پکې 34 په بلوچستان کې، 33 په پښتونخوا کې او 16 په سيند صوبه کې دي.

اين ډي ايم اې وایي تر اوسه یې 51 زره خلک د سېلابونو نه ژغورلي دي او خواوشا پينځه لکه خلک دا وخت په سرکاري کېمپونو کې دي.

د چارواکو په وينا په کابل سيند کې د نوښار په مقام د لوړې کچې سېلاب دی او د سيند اوبه د يو بند ماتېدو له وجې نوشهره کلان او خواوشا کلیو ته ننوتې دي.

بل خوا د سیند په سکهر او د پنجاب په تونسه سیمه کې هم د لوړې کچې سېلاب راغلی دی او د اوبو کچه په بره روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG