لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې


واشنګټن - په افغانستان کې د طالبانو انتظامي چارواکو په هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو د پاره نړیوالې ټولنې ته اپيل کړی دی.

دوي ویلی په هېواد کې د تېرې زلزلې او بیا په ورستیو کې د سېلابونو له امله یې هېوادوال نړيوالو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو چارواکو د خالي‌ یا شنبې په ورځ‌ ویلی دي چې په ورستیو سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېره لږ تر لږه ۱۹۲ ته رسېدلی ده.

د دې ترڅنګ په زرګونو ساروي مړه شوي دي او یو سل اووه ملينه د شنو میوو باغونه هم تباه شوی دي.

افغانستان کې د افتونو د انتظام د کمېشن ناېب مشر شرف الدين مسلم ویلی هېوادوال يې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.‌

په داسې حال چې افغانستان له مالي کړکېچ سره مخ دی، چارواکو ویره څرګنده کړې چې هېواد وال به يې د راتلونکي ژمي په موسم کې خپل ځانونه ته خوراک د کوم ځایه پېدا کوي.

په تېرې جون میاشت کې د افغانستان په مشرقي سيمه کې زورورې زلزلې له زرو نه زیات کسان وژلی وو. دغې زلزلې په زرګونو نور خلک بې کوره کړی وو.

د طالبانو د صحت د وزارت چارواکي قلندر عباد ویلي دي چې په افغانستان کې زیات خلک او په خاصه توګه ماشومان له ناروغیو سره مخ شوی دي.

افغانستان کې د سور صليب د نړيوالې ادارې د پلاوي مشر اېلوی فليئن ویلی دي چې د موسمي بدلون، بې روزګارۍ، د نړیوالو بندیزونو او یو شمېر نورو عواملو په وجه افغانستان کې بشري صورتحال ډېر پېچلی دی.

افغانستان کې د سور صليب د نړيوالې ادارې د پلاوي مشر زیاتوي،

"مونږ فېصله کړی ده چې په ټول هېواد کې د څلور دېرشو هسپتالونو د فعاله ساتلو د پاره ضروري مالي کومک ترلاسه کړو. چې دغه هسپتالونه د صحي او نور کارکونکو تنخواګانې ورکړل شي، دوایانې ځان ته واخلي او د هسپتال د روزانه خرچې پوره کړل شي."

ملګرو ملتونو پرله پسې خبردارې ورکړی چې افغانستان د بشري ناورین په درشل ولاړ دی او دا چې ډېر زر ژمې شورو کېږي نو که په سمدستي ډول له نوموړي هېواد سره مرستې ونه کړل شي نو د لکونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG