لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چاراکو له ایران څخه د ګېسو او خوراکي توکو په راوړلو کې د اسانتیا راوستلو امر کړی


د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د ایران په سرحدي پوله باندې امنیتی چارواکو ته امر کړي چې د سرحدي ضلعو له پاره د ایل پي جۍ ګېس او د خوراکي موادو په راوړلو کې دې نرمي وکړي او خلګو ته دی اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت دا امر هم کړي دی چې په دې ترڅ کې د ایران د سرحدي چارواکو سره دي تماس ونیسي چې د یادو توکو مقدار دی زیات کړي چې دلته ېې کموالی رانه شي.

په بلوچستان کې سیلابونو لويې لارې او سړکونو ډیر سخت زیانمن کړي دي.

صوبایي حکومت وايي، چې تر ۱۰۰۰ کيلو مټرو سړکونه اغېزمن شوي دي.

بلوچستان د هیواد له نورو صوبو سره نه يواځې د سړکونو بلکې د اور ګاډي رابطه هم قطع شوې ده.

د بولان د بي بي ناني په سیمه کې د ګېس ۲۴ او ۱۲ انچ قطر پایپ لاین سيلاب وړۍ دی

چې له امله یې په مستونګ، کوټه، پشین ، زیارت او نورو ضلعو ته د ګېس د ورکولو لړۍ درېدلې ده.

اوس زیاتره خلګ په سلنډرانو کې ایل پي جۍ ګېس اخلي چې په کورو او هوټلونو کې یې وکاروي.

د کوټې اوسیدونکي رفیع الله وویل چې "په ښار کې د ایل پي جۍ ګېس په دوکانونو باندې د خلګو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته شوې ده او بيي له ۳۵۰ څخه تر ۷۰۰ روپیو ته رسېدلې دي او

لرګي هم ګران شوي دي او په تنورونو باندې هم خلګ په قطارونو کې ولاړ وي.

د یوې ډوډۍ په بیه کې له لسو څخه تر ۳۵ روپۍ اضافه شوې ده.

د ده په خبره د بارانو وروسته سوزیې، مېوو او د هرشي نر خ دوچنده شوې دی."

د برېښنا څانګه کېسیکو بیا وايي چې له سیلابو څخه د بجلۍ د۲۲۰ کې وی لاین ستنې هم اوبو وړې دي چې له سوب په لرو پرتو سیمو کې برېښنا نه شته.

پاکستان ټيلی کمونیېشن اتهارټي وايي چې د سیلابونو او درنو مشېنانو د کارولو له کبله په بلوچستان کې و پایبراپټیک درې ځایه پرې شوې دی چې اوس په یوازې په کوټه کې

انټرنېټ، ټیلی فون او موبايل سروس بحال شوې دی.

د قدرتۍ افاتو د مخنیوی اداره وايي، د سیلابونو له سوب په زیارت ، هنه اوړک ، بولان هرنای ، پشېن کې شپږ نور د اوبو بندونه پرېشوی دی چې یو شمیر کلي او کورونه تر اوبو لاندې شوي دي.

د هرنای اوسیدونکی حمیدالله وویل، "خلګ تر شنه آسمان لاندې ناست دي نه خېمې شته نه خوارکۍ مواد."

د قدرتۍ آفتونو د مخنیوی اداره وايي، چې دوې د پوځ او ایف، سي په مرسته باندې د خلکو د ژغورنی، د خوراکۍ موادو د ورسولو او د دوې له پاره د سر پناه د ځایونو د جوړولو کار روان دي.

بلوچستان کې د قدرتی افتونو د مخنیوی اداره وايي، چې د بارانونو او سیلابونو له امله د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمیر اوس تر ۲۴۰ زیات شوی دی.

حکومت وايي، ۵۲ ارب روپۍ یواځې د کراوکرندې څا نګې ته زیان رسیدلی دی.

حکومت او اپوزېسون دواړو له مرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه په بیړه د صوبې له پاره د ځانګړې مالي ونډې خواست کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG