لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: اقتصاد پوهان وايي د ايي اېم اېف نه قرض ترلاسه کول ښې اشارې دي خو شرطونه يې سخت دي


پاکستان کې د اقتصادي چارو کار پوهان وايي د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] نه پاکستان ته د 1.17 اربه ډالرو د اووم او اتم قسط ترلاسه کېدل ښې اشارې دي خو شرطونه یې سخت دي او ټول زور به يې عام ولس ته رسي.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعيل پرون د ګل/ دوشنبې [29 اګست] په ماسخوتن په ټویټر ويلى د نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف ايګزيکټيو بورډ پاکستان ته د پور پروګرام بیا پیلولو منظوري ورکړې چې وروسته به هیواد ته د 1.17 ملیارد ډالرو اووم او اتم قسط ترلاسه شي.

" د IMF بورډ زموږ د EFF پروګرام بیا پیلول منظور کړل. مونږ به اوس د 1.17 ملیارد ډالرو اووم او اتم قسط ترلاسه کړو".

نوموړي د ايي اېم اېف د پروګرام بحالۍ په لړ کې د چین، سعودي عرب، قطر متحده عرب اماراتو، نړيوالو مالیاتي ادارو، امریکې، برتانيې او يورپي هيوادونو د ملاتړ مننه کړې ده.

څيړونکي د ايي ايم ايف پروګرام پور بيا پيلول يو ښه پرمختګ او د هيواد اقتصاد دپاره ګټور بولي خو وايي شرطونه يې سخت دي او پاکستان کې چې خلک د وړاندې نه د ګرانۍ نه سخت پريشانه دي دپاسه پرې بارانونه او سېلابونه راغله په غټه کچه تاوانونه واوړېده دا به د خلکو ستونزې نورې سېوا کړي.

د اقتصادي چارواکو کار پوهه ذيشان حيدر وويل وايي " د ايي ايم ايف پور بيا پېلول د پاکستان د پاره ښې اشارې دى خو شرطونه يې ډير سخت دي او د دې پوره کول به ډېر لوی چيلنج وي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ذيشان حېدر زياته کړه چې پاکستان سره د دې نه علاوه بله لار هم نه وه ځکه چې د هېواد د زرمبادله ذخيرې د نهه بلينه ډالرو نه هم راښکته شوې وې او پاکستان ته د بهرنیو قرضو ورکول هم غټه مسله وه.

نوموړى وويل د ايي ايم ايف پور ملاويدو وروسته به اوس نورې مالياتي ادارې لکه نړيوال بېنک او اسيايي پرمختيايي بېنک هم پاکستان ته قرضې ورکړي.

او اقتصاد پوهه فدا حسين وايي،" د پاکستان اقتصاد اوس د نړيوالې مالياتي ادارې د پور سره تړلی شوی دی او چې کله مونږ د ايي ايم ايف پيکج نه وځو نو زمونږ اقتصاد په ښکته راروان شي".

نوموړې وويل شرطونه يې ډير سخت دي او ټول زور به يې عام ولس ته رسي خو د پاکستان سره د دې نه علاوه بله لار نه وه پاتې.

فدا حسين زياته کړه، د ايي اېم ايف پروګرام بحالۍ سره به د نورو مالياتي ادارو او هيوادونوڅخه پانګونې راشي او د پاکستان اقتصاد به څه نا څه روان شي.

د پاکستان د مرکزى بېنک يا سټېټ بينک اف پاکستان مشر مرتضا وهاب تيره اوونۍ بلوم خبري ادارې ته ويلي وو، هيله ده پاکستان ته به د قطر نه دوه بلينه ډالره مرستې، سعودى عرب نه د تيلو په مد کي يو بلىن ډالره او يو بلين ډالره د نور يو کال لپاره د پاکستان مرکزي بېنک کې پاتې ساتلو، او هم دغه شان د متحده عرب اماراتو لخوا ورته هم د يو ارب ډالرو سرمايه کاري تر لاسه شي.

د ګورنر په خبره چې د هيواد د زرمبادلې ذخيرې به د روان مالي کال اخره پورې 16 بلينه ډالرو ته ورسى، کومې چې د ايي ايم ايف پروګرام بيا پيلولو کې د خنډ له امله اته بلينه ډالرو ته راښکته شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG