لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تجارتي خنډانو لرې کولو دپاره د افغان سوداګرو ډله اسلام اباد ته تللې


د افغان کاروباريانو او تاجرانو يوه ډله اسلام اباد ته تللې او دا به د پاک افغان ګډ چېمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز د سوري لاندې د پاکستاني کاروباريانو او حکومتى چارواکو سره دواړه خواو ته تجارت ته د ورپېښو ستونزو او د دې حل راويستلو په اړه خبرې کوي.

د افغان سوداګرو په ډله کې په وړومبي ځل افغان ښځينه يا زنانه کاروباري غړې او د افغان زنانوو د چېمبر اف کامرس اينډ انډسټرى غړې هم ګډون کوي.

د پاک افغان ګډ چېمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز مشر زبېر موتي والا په يوه خبر پاڼه کې هيله څرګنده کړې چې دا غونډه به د دواړو هيوادونو ترمينځ لنډ مهاله او اوږد مهاله تجارتي خنډانو لرې کولو دپاره عمل حل را اوباسي.

د پاک افغان ګډ چېمبر اف کامرس اينډ انډسټريز مرستيال افغان مشر خان جان الکوزي څوک چې د افغان ډلې مشري هم کوي اسلام اباد ته په رسېدو يې وي او اې ډیوه ته ويلي، د داسې غونډو مقصد په دواړو هيوادونو کې کاروباريانو ته د ورپيښو مشکلاتو حل راويستل او دوه اړخيزه تجارت ته وده ورکول دي.

نوموړى وويل ،" تر اوسه پورې چې کومې تکنيکي ستونزې په پولو باندې وې نزدې 50فيصده حل شوي دي، مرکزي آسيا ته چې ټرانزټ کې کوم مشکلات وو په هغې کې هم زياتره د طالبانو حکومت حل کړي دي".

خو نوموړي وويل، " البته پاکستان سره د بينکي او کريډټ يا د پيسو انتقالولو په حوالې سره مشکلات شته ، خبرې پرې روانې دي او هدف مو دا دی چې د دواړو هيوادونو تر مينځ تجارت سېوا شي".

د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي الکوزي وويل د پاکستان صادرات افغانستان ته ځکه کم شوي دي چې د افغانستان عمومي مصرف کم شوی دی پخوا چونکې دلته ناټو وه او د بېلابيلو څيزونو مصرف ډېر زيات وو او دغه وخت افغانستان د نړۍ سره خواوشا 15بلينه ډالره تجارت کولو.

نوموړى زياته کړه چې اوس د افغانستان تجارت د نړۍ سره ډېر راکم شوی دی خو دوی هڅه کوي چې د پاکستان سره تجارت زيات کړي ځکه چې دا د دوی په ګټه دی او په هر ډول ارزان پرېووځي.

خو د خېبر پښتونخوا يو کاروباري او د سرحد چېمبر اف کامرس اينډ انډسټريز پخوانی مرستيال صدر زاهد شنواری وايي هغه دغه ډول غونډو ته هيله مند نه ښکاري ځکه د هغه په وېنا د افغانستان او پاکستان د سوداګرو دغه ګډ چېمبر جوړېدو 15 کاله وشو خو کومې ګټه ورې نتيجې يې نه دي راوړي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کي نوموړي وويل،" دې تجارتي ډلو سره هغه لار نشته چې څه فشار په حکومتونوواچوي او خپلې خبرې پرې ومني د پاک افغان ګډ چېمبر 15 کاله وشو خو د دواړو هيوادونو دوه اړخيزه تجارت د بره تللو په ځای په ښکته را روان دی.

نوموړى وويل اصل قوتونه نور دي چې فېصلې کوي او دا ډول د تاجرانو يا د پارليمان د غړو د ډلو تبادلې خو کيږى خو مثبتې نتيجې يې نه را وځي.

د کابل نه اسلام اباد ته په سفر د سوداګرو ډلې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [30 اګست] د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل سره هم ليدلي دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا [رېډيو] پاکستان ترمخه مفتاح اسماعيل د افغان سوداګرو سره په ليدنه کې ویلي، حکومت يې د افغانستان سره د تجارت په کموالي خبر دی او د افغانستان پشمول د ګاونډي هيوادونو سره تجارت سېوا کولو دپاره اقدامات کوي.

ويل شوي افغان سوداګرو د پاکستان او افغانستان ترمنځه سوداګرۍ په وړاندې خنډانو معلومات د مفتاح اسماعيل سره شريک کړي دي او بيا د پاکستان د خزانې وزیر دوی ته ډاډ ورکړی چې دغه ستونزې به زر تر زره حل شي.

د راپورونو ترمخه په کال 2012 کې د پاکستان د افغانستان سره تجارت دوه اعشاريه اووه بلينه ډالرو ته رسېدلی وواو د سېوا کېدو تمه یې کېدله خو وروسته د سوداګرو په وېنا دغه تجارت د يو اعشاريه پینځه ډالرو پورې او بيا ويل شوي په تېر کال کې 880 ميلنه ډالرو ته راغورځېدلی دی.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG