لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه تر سبا پورې بيا وځنډول شوه


د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه تر سبا خالي/ شنبې د ورځې [درېم ستمبر] پورې وځنډول شوه.

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ او د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين نن د جمعې په ورځ وي او اې ډیوه ته وويل، د ترهګرۍ ضد 12م نمبر عدالت کې د علي د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه خو پولیسو فايل نه وو راوړی او عدالت بيا د پوليس افسرانو راوبلل او هغوی ته يې په کلکه وويل چې سبا دې خامخا فايل عدالت ته وړاندې کړي.

قادر خان اېډوکېټ وايي دا د علي وزير پرضد څلورمه مقدمه ده چې د ضمانت په خواست کې پکې وروستۍ اورېدنې روانې دي دا مقدمه په کال 2018 کې د کراچۍ په بوټ بېسن تاڼه کې درج شوې وه.

نور الله ترين تور لګوي په دې اورېدنه کې د ځنډ نه کار اخستل کيږي او که عدالت سبا بيا په اورېدنه کې نېټه ورکوي نو دوی به بيا د خپلو وکيلانو سره مشوره کوي چې هايکورټ ته لاړ شي.

د علي وزير د ضمانت په خواست او د کال 2020 په مقدمه کې په فېصلې اورېدنې له دې وړاندې په 30 اګست شوې وې.

د نوموړي پرضد چې به په کومه مقدمه کې فېصله اورول کيږي دا مقدمه د علي وزیر او پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2020 کې په سهراب ګوټ تاڼه کې درج شوې او علي وزير هم په دې مقدمه کې په کال 2020 کې په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته راوستل شوی وو او چې په دغه مقدمه کې په بند کې وو، نورې درې مقدمې پسې راويستل شوې وې.

په دې مقدمه کې د بلې اورېدنې دپاره د ستمبر 13 ستمبر نېټه ورکړی شوې وه. په دې مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تير کال د نومبر په میاشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو.

د دې نه علاوه د کال 2018 په يوه بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او د کال 2019 په یوه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي وو.

علي وزير د کال 2020 په مقدمه کې هم د کال 2020 په 16م دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او بیا کراچۍ ته راوستل شوی مقدمې پرې روانې کړی شوي او تراوسه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

د علي وزیر وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي د پي ټي اېم دوه غړي چې روانه میاشت نيول شوي د هغوی د ضمانت په خواست هم اورېدنه وشوه او په هغې کې به هم سبا بيا اورېدنه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG