لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: تېره میاشت پښتونخوا کې ترهګريزو بريدونه کې 42 سلنه کمی رېکارډ شوی


خپلواکه څېړنيز ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې د تېرې جولایي دمياشتې په پرتله د اګست په میاشت کې خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې ترهګريزو بريدونه کې 42 سلنه کمی رېکارډ شوی دی.

خو رپورټ وايي بلخوا د اګست په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې د ترهګرو په حملو کې 71 فيصدي اضافه ليدل شوې ده.

رپورټ وايي که څه هم د اګست په میاشت کې ترهګريزو بريدونو کې کمی راغلی خو په شوو حملو کې د مرګ ژوبلې په کچه کې 8 فيصدي اضافه رېکارډ شوې ده.

پدغو سيمو کې د تشدد په رجحان نظر ساتونکي وايي د تېرو دوو کلونو په پرتله سږکال هېواد کې د ترهګريزو بريدونو کچه لوړه ده او اټکل کوي چې په حملو کې به نوره تيزي او اضافه کېږي.

رپورټ کې ویل شوي چې د اګست په میاشت کې 31 ترهګریزو حملو کې 37 کسان وژل شوي چې په کې 18 د امنیتي ځواکونو سرتيري هم شامل دي.

د رپورټ ترمخه د تېر جولاىي مياشت کې په ټولو ترهګريزو بريدونو کې 34 کسان وژل شوي وو.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز دا مياشتنۍ رپورټ وايي په خېبر پښتونخوا کې د د تېرې جولاىي دمياشتې په نسبت اګست کې ترهګریزو حملو کې 33 سلنه کمی ليدل شوی.

د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د اګست په مياشت کې 8 ترهګریزې حملې رپورټ شوي چې په کې د 7 امنیتي اهلکارانو په ګډون 9 تنان وژل شوي دي.

رپورټ زياتوي دتېرې جولایي مياشت کې ترهګریزو حملو کې د راغلې اضافې پرضد د امنیتي ځواکونو عملياتو کې په خېبر پښتونخوا کې 3 شکمن ترهګر وژل شوي او دوه نور نيول شوي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز څېړونکی عبدالله خان ډيوه ته وايي رپورټ ښايي چې په مجموعي توګه هېواد کې د حملو په کچه کې معمولي کمی راغلی خو قبایلي ضلعو کې واضحه کمی ليدل شوی دی.

هغه وايي بلخوا که وکتل شي نو په بلوچستان کې اګست کې د تشدد په کچه کې اضافه ليدل شوې ده خو د تشدد مجموعي خاکه چې څنګه تېرو میاشتو کې وه هم هغه شان ده.

عبدالله خان وايي د تېرو دوو کلونو اوسط ته په کتلو سره سږکال په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو کچه زیاته ده.

د څېړنيزې ادارې رپورټ وايي چې د جولایي د مياشتې په نسبت اګست کې قبایلي ضلعو کې د تشدد او حملو په کچه کې 42 سلنه کمی رېکارډ شوی دی.

د رپورټ مطابق د اګست په مياشت کې قبایلي ضلعو کې 8 ترهګریزې حملې شوي چې په کې د نهو امنیتي اهلکارانو په شمول 17 کسان وژل شوي دي،

د رپورټ ترمخه په دې حملو کې د يوې پړه دحافظ ګل بهادر وسله والې ډلې په سر اخستې او لا قانونه تحریک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه ده منلې.

په افغانستان کې پټ د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمنځ د څو میاشتو راهیسې امن مذاکرات روان دي او ډز بندي پرځاې ده خو په دې وروستیو کې په ټولنيزو رسنيو داسې وېډيو ګانې خورې شوې چې په کې په سوات او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې وسله وال ليدل کيدل او د وسله والو د ښکاره کيدو پرضد ځايي خلکو پاڅون او پرامنه احتجاجونه کړي وو ولې پوځ په سیمه کې د وسله والو د ښکاره کيدو خبرونه ناسم او د مبالغې ډک ګرځؤلې وو.

خېبرپښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د ترهګرو په فعالیتونو او تشدد دنظر ساتونکې خپلواکې څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور خان مسيد ډيوه ته وايي سيمه کې نور ترهګر کردارونه هم راروان دي، داعش هم فعال دی.

وايي که څه هم تحریک طالبان پاکستان حکومت سره دامن خبرې کوي خو بلخوا د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله د پوځ سره جګړه کې ښکېل ده.

هغه وایي په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د غړو هدفي وژنې هم کېږي. دا مالومات نشته چې ددې علت د ډلې خپل مينځي اختلافات دي او که په دې کې د پاکستان لاس دی او بل د اګست په میاشت کې راغلي سېلابونه هم ښايي چې په سيمه کې د تشدد د کمي يو لامل وي.

نوموړی بيا وايي د حالاتو څخه څرګندیږي چې ترهګریزو حملو او دې سره تړلي تشدد کې به تيزي او اضافه کېږي.

د رپورټ ترمخه قبایلي ضلعو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ترهګرو ضد عملياتو کې څلور مشکوک ترهګر وژل شوي دي.

د بلوچستان په اړه دې رپورټ کې ويل شوي چې د اګست په میاشت کې صوبه کې ترهګریزو حملو کې 71 سلنه اضافه ليدل شوې ده او د اګست میاشت کې شويو 12 ترهګریزو بریدونو کې د 2 امنیتي ځواکونو په ګډون 9 تنان وژلي شوي دي.

د رپورټ ترمخه د بلوچستان په نهو ترهګریزو حملو کې د څلورو بريدونو پړه بلوچستان لبرېشن فرنټ او د دريو حملو مسوليت بلوچستان لبرېشن ارمي منلی دی.

رپورټ زياتوي بلوچستان کې د ترهګرو ضد پوځي عملیاتو کې د داعش يو وسله وال وژل شوی هم دی.

هم دا راز د رپورټ ترمخه سیند صوبه کې د اګست په میاشت کې دوه ترهګریزې حملې رپورټ شوي دي خو په دې حملو کې څوک نه دي وژل شوي. البته امنیتي ځواکونو د ترهګرو ضد عملياتو کې درې ترهګر نيولي دي.

رپورټ وايي د پنجاب صوبې څخه دتېر اګست میاشت کې د تشدد يوه پېښه رپورټ شوې ده چې په کې يو صحافي په ډزو وژل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG