لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په تېرو 49 کالو کې ګراني تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده


د پاکستان د شمېرنې اداره بیورو اف سټیټیسټکس وایي تیره میاشت په اګست کې دهیواد دننه ګراني 27.26فیصدي ته زیاته شوې او دا ګراني په تیرو 49 کالو کې تر ټولو زیاته د ګرانۍ کچه ده .

په رپوړټ کې ویل شوی په جولایې کې ګراني 24.93 فیصدي ریکارډ کړی شوی وه او تیر کال 2021م په اګست کې د ګرانۍ کچه 8.4 فیصدي وه .

کاروبار کوونکی وایي په پاکستان کی د وروستو سیلابونو له امله هم د سبزۍ فصلونه تباه شوي او د افغانستان نه راتلونکو سبزیانو باندې د تیلو د ګرانو بیعو له وجې لګښتونه زیات شوي‌دي.

ددې تر څنګ د پاکستان حکومت د ګاونډي هېوادونو څخه د خوراکي توکو د درآمد کولو منظوري ورکړې او د راتلونکې دسمبر د 31 نیټې پورې یې په دې جي ایس ټي او ودهولډنګ مالیا ختمه کړې ده.

دپاکستان د شمېرنې اداره وایي د کال 1973 راهسې دا تر ټولو زیاته ګراني ده چی 27.26 فیصدي ته زیاته شوې ده.

اداره وایې د جولایي د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ګرانی 2.4فیصدي زیاته شوې او په کال 2021م کې هم د اګست په میاشت کې میاشتینۍ ګراني 8.4 فیصدي وه.

د سبزیانو کاروباري صالح رحمان وایي په پاکستان کې راغلو سیلابونو په خیبر پښتونخوا او سیند صوبو کې د سبزیانو فصل متاثره کړی او بیا د ګاونډی هیواد افغانستان نه په راتلونکو سبزیانو د ګاډو خرڅونه هم زیات شوي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د سبزیانو بیعې یو په دوه سېوا شوي، د هرې سبزۍ د یو کلو بيعه د 100 روپو نه کمه نه ده پیاز یوه کلو 300 روپو ته رسیدلي وو اوس د هغې بيعه 200 روپو کلو ته راغلې او ټماټر په 180 روپۍ کلو دي.

دصالح رحمان په وینا "د سیلاب له وجې د کراچۍ او لاړکانې نه سبزیانې نه راځي او د افغانستان نه پیاز او ټماټر راځي چې ورباندې د ګاډو کرایانې زیاتې دي، مخکښې به 70000 روپۍ ګاډي اخستې اوس یو لک او 120 زره روپۍ اخلي نو نرخونه یې زیات دي"

د شميرني اداره وایي ګراني د ژوند په هره څانګه کې زیاته شوې او بیا د خوراکي توکو، ټرانسپورټ یا د تګ راتګ ذریعې ، اوسیدو او د ګیس او بجلۍ بلونو کې ګراني د دوو هندسو نه زیاته ده.

اداره وایې ټرانسپورټ 63فیصدي، خوراکي توکي، 33فیصدي،د کور کرایانې او بلونه 27فیصدي، جامی پیزار 17فیصدي،صحت 11 فیصدي او تعلیم نزدی 10فیصدي ګران شوی او د بجلی په قیمتونو کې 123 فیصدي اضافه شوې ده.

پوهان وایي په ملک کې د راغلو سېلابونو له وجې ولاړو فصلونو ته نقصان رسیدلی او د کروندې د زمکو نظام هم متاثره شوی دی.

په دې هکله د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وایي په نړیواله او مقامي کچه د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله ګراني زیاته ده خو د سیلابونو له وجې راتلونکي کال کې به ددې اثرات په پیداوار پریوځي.

"دپاکستان په میداني علاقو کې د غنمو د کر وخت راروان دی، که غنم په وخت ونه کرلی شي نو پیداوار به کم شي دغه رنګه د سبزیانو فصل هم دی او بله دا چې په خیبر پښتونخوا کې دسیلابونو له وجې د منډا هیډ ورکس خراب شوی که دا په وخت سم نه شي نو د زرعي زمکو په پیداوار به منفي اغیزې وشي باید چې حکومت دې ته پام وکړي"

په پاکستان کې په ګرانۍ د قابو موندلو دپاره مرکزي حکومت د ګاونډیو هیوادونو هند ، ایران او افغانستان نه د خوراکي توکو او سبزیانو د درآمد منظوري ورکړې ده او د خوراکي توکو په درامد یې جي ایس ټي او ودهولډنګ مالیا هم د دسمبر د میاشتې پورې ختمه کړې ده.

ددې ترڅنګ مرکزي حکومت تیره ورځ د تیلو بیعې زیاتې کړی او دپټرولو دیو لیټر نرخ یې 237 روپو ته خېژولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG