لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت په مذاکراتو کې بې باوري ښکاري


لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان [ټي ټي پي] پرون د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د يو پوليس اهلکار د وژلو دعوه کړې ده، څيړونکي وايي په ډز بندۍ کې زمه واري منل څرګندوي چې د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې بې اعتمادي ده.

ټي ټي پي د روان کال د مې په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال ډز بندي اعلان کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې چې تراوسه يې ټي ټي پي او د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي.

څيړونکی خبريال طاهر خان وايي، ټي ټي پي چې په جون کې د نامعلومه وخته پورې ډز بندي کړې او درې مياشتې وروسته يې په لومړي ځل په ډېره اسماعيل خان کې د پوليس د وژلو زمه واري ومنله خو ټي ټي پي د ډزبندۍ په اړه څه نه دي ویلي خو بيا هم يو شک به کيږي چې درې میاشتې خاموشي وه نو اوس به په دې عمل پوښتنې هم راولاړوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا کار به د بداعتمادۍ سبب جوړيږي کومه چې د وړاندې نه موجوده وه، اوس به وکتی چې د پاکستان حکومت يا هغه حکومتي استازي چې د طالبانو سره خبرې کوی هغوی څه وايي".

نوموړي زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې به هر څه په ډاګه شي خو د ټي ټي پي لخوا د پوليس د وژلو زمه واري د بداعتمادۍ ښکاره څرګندونه ده.

طاهر خان وايي "افغان طالبان په خپلو مسلو کې نښتي دي نو دا هم معلومه نه ده چې د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت د مذاکراتو بل پړاو به وشي که ونه شي او د ايمن الظواهري د وژنې وروسته افغان طالبان خپل ځان ته متوجه شوي دي او دغه کار د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمينځ بداعتمادي هم پېدا کړې ده نو بيا به د طالبانو حکومت دې موضوع ته کمه توجه ورکوي".

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په (درېم جون) اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال ويلي وو، "د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي".

بيا د خېبرپښتونخوا نه د ملاکنډ ډويژن او قبايلي ضلعو د مشرانو 50 کيسزه جرګه، بيا د علماو او بيا يوه بله جرګه هم کابل ته تللې او د ټي ټي پي سره يې خبرې شوې وې. ټي ټي پي هم دغه خبرې کېدل تاييد کړي وو خو تراوسه د دې خبرو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

ټي ټي پي ويلي وو په بنيادي غوښتنو کې يې د قبايلي ضلعو پخوانی حيثيت بحالول او د تنظيمي ډهانچې سره خپلو سيمو ته واپسي ده.

خو د جولايۍ په مياشت کې د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي".

رانا ثناالله ويلي وو "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي".

پرون ټي ټي پي د پوليس اهلکار د وژلو زمه واري په داسې حال کې منلې چې لس ورځې وړاندې په 25 اګست د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې "لارښوونه کړې وه چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي".

څيړونکی خبريال رفعت اورکزی وايي، د ټي ټي پي په پروني بيان کې نه خو د ډز بندۍ څه ويل شوي او نه د مذاکراتو جاري ساتلو خو د دې نه دا ثابتيږي چې په مينځ کې څه مسلې شته.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په مهال يوه کميټي جوړه شوې وه چې د دواړو خواو به يو بل سره رابطې کيږي او مسلې به شريکوي خو اوس داسې ښکاري چې د هغه کمېټۍ څه کردار پاتې نه شو د تيرو څو ورځو نه داسې خبرې روانې وې چې مذاکرات هغه شان نه دي پاتې".

نوموړي زياته کړه اوس داسې معلوميږي چې په مذاکراتو کې اعتماد نه دی پاتې.

په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا د سوات او دير په غرونو کې د وسله والو د ليدو خبرونه مخې ته راغلي وو د پاکستان پوځ او د خېبرپښتونخوا پوليسو هم دغه خبره منلې وه.

پوځ ويلي وو، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کيږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

څيړونکي وايي د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ چې وړاندې هم څومره خبرې او معاهدې شوي هغه بيا ماتې شوي خو دې ځل له ډېرې دعوې کېدې چې دا خبرې سم طرفته روانې دي خو بيا هم دا به په راتلونکي وخت کې معلومه شي چې مخکې څه کيږي.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG