لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم دعوه کړې په علي وزير پسې جېل ته د ادارو کسان ورغلي، اورېدنه يې بيا ځنډول شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين وايي، "علي وزير نن په اورېدنه کې جج ته ويلي چې ابله شپه راپسې د ادارو کسان جېل ته راغلي او راته يې ويلي وو چې زمونږ سره لاړ شه خو ما ورته انکار وکړو او هغو راته بيا ښکاره چېلنج راکړو چې زمونږ سره نه ځې بيا به ضمانت هم درته نه مېلاویږي". خو د جېل چارواکي وايي "جېل ته دننه نه د ورځې او نه د شپې څوک تلی شي".

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير نن د خالي/ شنبې په ورځ [درېم ستمبر] په څلورمه مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه وه خو د نوموړي وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي، عدالت پکې د اورېدنې دپاره بله نېټه 12 ستمبر ورکړو.

قادر خان اېډوکېټ وويل، "پرون د علي وزير د مقدمې پوليس فايل عدالت ته نه وو راوړل شوی نن هغه فايل راوړل شو خو پراسيکيوټر يا سرکاري وکيل پکې وخت وغوښتو چې هغه به دا فايل ګوري نو 12 ستمبر پکې ورکړی شو ځکه چې جج به د سبا نه په رخصتيانو وي".

هغه زياته کړه، "بيا ما جج ته وويل چې هسې نه دوی فايل يوسي او ورک يې کړي نو جج په سختۍ سره لارښوونه وکړه او وې ويل که په 12 تاريخ سرکاري وکيل راغلو او که رانغلو زه به دا درخواست اورم او فېصله به يې کوم".

او د کراچۍ د پي ټي اېم مشر نور الله ترين وايي، "علي وزير چې جج ته په جېل کې د ادارو د کسانو د هغه سره د ليدو خبره وکړه نو جج ورته باور ورکړو چې هغه د انصاف په ځای ناست دی او انصاف به کوي او په 12 ستمبر به فېصله اوروي".

خو د کراچۍ د مرکزي جېل چې علي وزیر پکې بندی دي، مشر [سپرنټنډنټ] حسن سهتو وي او اې ډیوه ته وويل، "جېل ته د ورځې يا شپې څوک نه شي راتلی، هغه په سېول جېل کې دی او سېول قېدي دی نو د شپې خو څوک نه شي راتلی".

هغه زیاته کړه، "د ورځې هغه کسان چې د ده [علي وزير] سره ويني د ورځې 10، 15 کسان راځي د لیدو څخه نه منع کول کيږي که په هغې کې ورسره څوک ويني نو هغه بله خبره ده پاتې د ده د خوښې خلاف ورسره څوک نه مېلاوهو".

نوموړي وويل که "بيا هم څه خبره وي جج به د دوی نه تپوس کوي چې هغه د کومې ورځې خبره کوي پاتې د سياسي خلکو خپل بيان وي او زما بيان دا دی چې جېل ته څوک نه شي راتلی څو پورې چې علي وزیر په خپله د چا سره ليدل ونه غواړي".

د علي وزیر پرضد په بله مقدمه کې د اورېدنې دپاره د ستمبر 13 ستمبر نېټه ورکړی شوې ده.

دغه مقدمه جې د علي وزیر او پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2020 کې د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې درج شوې او علي وزیر هم په دغه مقدمه کې په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته راوستل شوی وو د پاکستان سپريم کورټ پکې تير کال د نومبر په میاشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو.

د دې نه علاوه د کال 2018 په يوه بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او د کال 2019 په یوه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG