لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت سېلاب ځپلو ته کیمپونو نه خپلو کورونو ته د ستنېدو وینا کړې ده


د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار برسټر محمد علي سيف ويلي په عارضي توګه جوړو شوؤ کېمپونو نه يې خلکو ته بېرته خپلو کورونو ته د تګ وینا کړې ده.

خو سيلاب ځپلي خلک وايي د دوي کورونه لا هم د استوګنې جوګه نه دي پکار ده چې حکومت څه موده نور خلکو ته په کېمپونو کې د اوسيدو اجازه ورکړي.

دچارسدې سره تړاؤ لرونکی یو سېلاب ځپلی خالد خان وايي کور يې د سېلاب اوبو کې ډوب شوی و، اوس سېلابي اوبه ختمې شوې، خو د دوي کور لا هم د خټو ډک دی، سيلاب يې کور کې موجوده غله او د استوګنې نور سامانونه خراب کړي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل دوي د چارسدې په يو عارضي کېمپ کې اوسيدل خو حکومت ورته اوس یو وارې بیا خپلو کورونو ته د ستنېدو ويلي دي.

خالد خان وويل د دوئ کورونه لا هم د اوسيدو جوګه نه دي او نه حکومت لارو کوڅو او کورونو کې د موجودو خټو د صفایۍ کوم بندوبست کړی دی.

دنوموړي په وینا"سيلاب چې ختم شوی دی په صفایۍ لګيا يو، نه مو دناستې کوم بندوبست شته، چا کره کټونه نشته، چا کره بسترې نشته او حکومت کېمپونه ختم کړل"

په پاکستان کې د جون نه راپدېخوا بارانونو او سېلابونو کې نزدې څوارلس لکه کورونو ته زيان رسيدلی چې په دې کې په خېبر پښتونخوا کې شپيته زره کورونه په جزوي يا په مکمله توګه ویجاړ شوي دي.

د سېلابونو له امله په پاکستان کې د پینځوؤ لکو نه زيات خلک په عارضي کېمپونو کې اوسيږي، په خېبر پښتونخوا کې يوسل شپاړس عارضي کېمپونه جوړ شوي وو خو اوس حکومت دغه خلکو ته واپس خپلو کورونو ته د تلو اجازه ورکړي ده۔

په سیلابونو کې بې کوره شوې امنه بي بي وايي دوي ته د کېمپونو نه د تلو اجازه خو ورکړل شوې او زيات کېمپونه وتړل شو خو لا يې هم کورونه وران پراته دي او د استوګنې جوګه نه دي۔

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل"حکومت چې مونږ له دیوالونه جوړ کړي وی، پناه يې راله جوړه کړې وی بيا که يې کېمپونه ختم کړي وی نو سمه وه، دلته مونږ په خټو کې ناست يو، څادرې لوپټې مو راتاو کړي د پناه د پاره، چې کورونه مو پاک کړي وی بيا به بېرته راغلي وو"

د سېلاب نه اغېزمن شوؤ خلکو د پاره حکومت د بې نظير انکم سپورټ پروګرام لاندې هرې اغېزمنې کورنۍ له د پينځويشتو زرو روپو ورکولو اعلان کړی دی.

ددې ترڅنګ په مکمله توګه د ویجاړو کورونو پسر به حکومت پينځه لکه او په جزوي توګه د وران شوي کور معاوضه به دوه نيم لکه روپۍ ورکوي۔

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلاسلا کار محمد علي سېف ويلي په سيندونو کې د اوبو کچه کمه شوې ده، کومو کلو نه چې خلک بې کوره شوي وو هغه کلو نه اوبه وتلي دي او خلک کولی شي چې خپلو کورونو ته لاړشي۔

نوموړي ويلي سېلاب ځپلو ته عارضي کېمپونو نه کورونو ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده۔

"خېمې، دخوراکي څيزونو او د صحت داسانتياو بندوبست کيږي، سروی ټيمونه به کلي په کلي ګرځي کوم چې په موقعه د نقصاناتو جاج اخلي او رپورټ به جمع کوي، پلونو، سړکونو، نهرونو ، هسپتالونو او سکولونو ته چې کوم نقصان رسېدلی د هغې په بحالۍ به لاس پورې کولی شي"

حکومتي چارواکي وايي د سېلاب خطره ختمه شوې ده، د عارضي کېمپونو نه حکومت څوک هم په زور نه دي ويستلي، چارواکي وايي حکومت د خلکو د بيا بحالۍ د پاره هر ممکن کوشش کوي، او د سروی په دوران کې د خلکو خپلو کورونو کې موجودګي ضروري ده

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG