لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا ټیکسټ بک بورډ کې د اربونو روپو دغبن رپورټ مخې ته راغلی


پاکستان کې دلګول شوؤ پیسو دحساب ساتنې د دولتي ادارې مشر یا اډيټر جنرل اف پاکستان د خېبر پښتونخوا د ټيکسټ بک بورډ په معاملاتو کې غبن په ګوته کړی چې ددې غبن له امله قامي خزانې ته د 3 اربو، 66 کروړو او 19 لکو روپو زيان رسېدلی دی۔

د آډټ یا حساب ساتنې رپورټ کې د بورډ په مخکنۍ انتظاميه دغبن، د ويړيا کتابونو په بازار کې دخرڅولو او نورو بې قاعدګېو تورونه لګول شوی دی۔

کار پوهان وايي د داسې ډول غېر قانوني کارونو مخنيوي او دې کې ککړو تنانو ته دسزا ورکولو لپاره بايد دا کېس د احتساب قامي ادارې نېب او نورو اړونده محکمو ته وسپارل شي۔

د خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ چېرمېن ډيوه ته ويلي چې اډټ رپورټ به متعلقه کمېټۍ ته وړاندې کېږي او چې کميټې کومه فېصله وکړه د هغې مطابق به دوئ کارروايي کوي۔

د اډيټر جنرل اف پاکستان لخوا تيار شوي رپورټ کې ويل شوي چې د خېبر پښتونخوا په ټېکسټ بک بورډ کې د بې قاعدګيو له امله قامي خزانې ته د 3 اربو او څه د پاسه 66 کروړو روپو مالي زيان رسېدلی دی۔

د رپورټ ترمخه د سېلز ټېکس په مد کې نزدې د 1 ارب او 75 کروړو روپو کټوتي نه ده شوی او بورډ کې د خرڅولو څانګې د 26750 ميلينه روپو کتابونو خرڅولو ريکارډ د اډټ لپاره نه دی وړاندې کړی۔

پېښور کې مېشت خبريال او د جنګ اخبار سيميز مشر ارشد عزيز ملک وي او ای ډيوه ته وايي په دې غېر قانوني کارونو کې ککړو تنانو ته سزا ورکولو لپاره بايد دا رپورټ قامي احتساب ادارې نېب او نورو اړونده ادارو ته وسپارل شي۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د هغه وېنا وه " زه دا وايم چې اوس کومه پبلک اکاونټس کمېټي ده هغې کې باید دا رپورټ راشي او هغه دې دا کېس مخکې ولېږي نېب ته، يا انټي کرپشن ته، يا اېف ايی ای ته چې اخر ددې مخنيوی وشي"

نوموړي دا هم وويل که يوازې اډټ کېږي او بيا د هغې په رپورټ کارروايي نه کيږي نو دا افسران به دوباره داسې کارونه کوي۔

د اډټ رپورټ په اړه د انګريزۍ ژبې دي نيوز اخبار کې دچاپ شوي خبر ترمخه د کال 2018 نه تر کال 2021 پورې دغه دريوؤ کلونو کې د صوبې د سکولونو د ضرورت نه سېوا 4 کروړه او څه د پاسه 19 لکه کتابونه چاپ شوي دي چې له وجې يې قومې خزانې ته 1 ارب، 64 کروړه او 18 لکه روپۍ زيان رسېدلی دی۔

د خبر ترمخه په رپورټ کې د بورډ په مخکنۍ انتظاميه د غبن، د اختياراتو دناجايزه استعمال او د ويړيا کتابونو په باراز کې د خرڅولو تور هم لګول شوی دی۔

د رپورټ په هکله د خېبر پښتونخوا د ټېکسټ بک بورډ مشر ارشد خان اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي اډټ رپورټ به اړونده کمېټۍ ته وړاندې کېږي او د کمېټۍ د سفارشاتو ترمخه به دوی کاروايي کوي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل " په دې رپورټ به د ډیپارټمنټل اکاونټس کمېټۍ ميټنګز کې بحث کېږي او بيا چې کمېټۍ په دې څه موضوع څه غوره وګڼل هغه شان به کېږي، که په دې کې هغه نورې پلټنې کول غواړي، صوبايي اسمبلۍ ته یې لېږل غواړي، او که يا فيصله يې وکړه چې چا غبن کړی د هغوی نه پکې ريکوري وکړئ نو هغه چې څه هم وي هغې باندې به مخکې ځو"

په دې وروستيو کې د پېښور بس رپېډ ټرانزټ یا بي ار ټي په منصوبه کې هم د بې قاعدګيو په اړه رپورټ جاري شوی وو، د دغې منصوبې په اړه د آډيټر جنرل له خوا د ايشيايي ترقياتي بنک ته جمع کړل شوي رپورټ کې ويلی شوي وؤ چې د پېښور بي ار ټي منصوبه کې د خوا وشا 50 اربو روپو بې قاعدګي شوې ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG